روغتیا

افغان ډاکټران ترکمنستان ته؛ افغانستان ته درمل او طبي وسایل صادر کړئ

د ترکمنستان چارواکو په عشق اباد کې د افغان ډاکټرانو له یوه پلاوي سره په کتنه کې ویلي چې دغه هېواد چمتو دی افغانستان ته درمل او طبي وسایل صادر کړي.

د ترکمنستان د دولتي رسنیو د راپور له مخې، د دې هېواد د روغتیا وزارت استازو له افغان پلاوي سره د لیدنې پر مهال اعلان وکړ چې دوی افغانستان ته د درملو او طبي تجهیزاتو د صادروولو او د روغتیا په برخه کې د همکاریو د پیاوړتیا لپاره چمتو دي.

هغه افغان استازي چې له هرات ولایت څخه عشق‌آباد ته تللي وو، په دې ناسته کې د ترکمنستان د معیاري او مناسبو درملو غوښتنه وکړه، څو د افغانستان د ناروغانو بېړنۍ اړتیاوې تر یوه بریده پوره شي.

ترکمن لوری د خپل هېواد د درمل جوړونکو شرکتونو او طبي وسایلو د تولید وړتیاوې معرفي کړې، او ویې ویل چې دوی چمتو دي صادرات پیل او لا پیاوړي کړي.

تېره اوونۍ، د طالبانو د حکومت د روغتیا وزیر «نورجلال جلالي» او په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست «علیرضا بیکدلي» له افغانستان سره د روغتیايي همکاریو پر وضعیت خبرې کړې وې.

د طالبانو د روغتیا وزارت هم ویلي چې په دې لیدنه کې د سرطان د درملنې په برخه کې د طبي پرسونل د زیاتوالي، د طبي تجهیزاتو د برابرولو، او د کابل په افشار سیمه او بامیان ولایت کې د روغتون جوړولو په اړه بحثونه شوي دي.

دا خبرې اترې داسې مهال کېږي چې د افغانستان روغتیايي نظام له پراخو ستونزو سره مخامخ دی، چې پکې د امکاناتو کمښت، د طبي کارکوونکو په روزنه کې ضعف، او د نجونو پر زده‌کړو لګول شوي محدودیتونه شامل دي.

کتونکي وايي، د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیزونو ناوړه پایلې به په راتلونکو کلونو کې لا ډېرې محسوسې شي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button