طالبانو د پاکستان له بندخونو د ۱۰۴ افغان بندیانو د خوشي کېدو خبر ورکړی

په پاکستان کې د افغانانو د نیولو په دوام، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له بندخونو د ۱۰۴ افغان کډوالو د خوشېکېدو خبر ورکړی دی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا افغانان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او پرون له خوشېکېدو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي.
د یاد وزارت د مسوولینو په وینا چې راخوشېشویو افغانانو د پاکستان په زندانونو کې له یوې تر ۱۵ ورځې تېرې کړې وې.
د ویلو ده چې دا تازه راخوشېشوي او هېواد ته راستانهشوي کډوال د مرستو له ترلاسهکولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږل شوي دي.
پاکستاني حکومت د تېرې اپریل میاشتې په لومړۍ نېټه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو پیل کړ او ترڅنګ یې زرګونه افغانان بندیان کړل.
که څه هم د پاکستان دغه اقدام د کډوالو پر حقونو د څار ادارو توند غبرګونونه راپارولي، خو پاکستاني چارواکو له پاکستانه د ټولو افغانانو پر ایستلو ټینګار کړی دی.
بلخوا د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هم له پاکستانه غوښتي چې هلته د افغان کډوالو پر وړاندې له ناسم چلند څخه لاس واخیستل شي او افغانان پرېښودل شي چې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي.