ملا برادر اخوند: “د تاتارستان سفر له لاسته راوړنو ډک وو”

اړوند مطالب:
عباس ستانکزی ازادې رسنۍ غواړي، خو بله ډله طالبان ورباندې محدودیت وضع کوي
عباس ستانکزی د ښځو زدکړې واجب بولي
د طالبانو د حکومت د رئیس الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د روسیې فدراسیون تاتارستان جمهوریت ته له څلور ورځني سفر وروسته تاتارستان ته د طالب پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک بللی دی.
ملا برادر د کابل هوایي ډګر کې له رسنیو سره خبرو کې ویلي، د دې سفر په جریان کې یې د تاتارستان او موردوویا ولسمشرانو سره د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو مسائلو په اړه ګټورې کتنې درلودې.
هغه زیاته کړې، د یاد سفر جریان کې یې د روسیې فدراسیون لومړي وزیر له دواړو مرستیالانو سره هم لېدلي، چې پرمهال یې د کابل او مسکو دوه اړخیزې سوداګرۍ پراختیا، افغانستان کې د روسي پانګوالو پانګونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو اقتصادي اړیکو په اړه دوه اړخیزې خبرې وشوې.
د یادونې ده، چې د کازان ۱۶م نړېوال اقتصادي فورم د ۹۰ هېوادونو د لوړو پوړو چارواکو او د بېلابېلو هېوادونو د ۲۰زره شرکتونو استازو په شتون کې د تاتارستان کازان ښار کې ترسره شو.