افغانستان بانک اعلان وکړ چې له حسابونو د پیسو پر ایستلو یې محدودیت راکم کړ

اړوند خبرونه:
د افغانستان بانک: نوي بانک نوټونه به د اړتیا پر بنسټ بازار ته وړاندې شي
طالبانو هدایت الله بدري د افغانستان بانک سرپرست ټاکلی
نن به د افغانستان بانک ۱۴ میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي
د افغانستان بانک اعلان کړی چې له بانکي حسابونو د پیسو ایستلو محدودیتونه کم شوي دي، او اوس خلک کولای شي له خپلو حسابونو (اکاونټونو) څخه د پخوا په پرتله زیاتې پیسې وباسي.
د دې نوي پرېکړې له مخې:
د افغانیو حساب لرونکي کولای شي په اوونۍ کې تر ۳۵۰ زره افغانیو پورې او په میاشت کې یو ځل تر ۱ میلیونه افغانیو پورې پیسې وباسي.
د ډالر حساب لرونکي کولای شي په اوونۍ کې تر ۵،۰۰۰ ډالرو پورې او په میاشت کې یو ځل تر ۱۵،۰۰۰ ډالرو پورې پیسې وباسي.
همداراز:
هغه انفرادي حسابونه چې تر ۲ میلیون افغانیو یا ۳۰،۰۰۰ ډالرو پورې موجودي لري، د ایستلو محدودیت نه لري.
همداراز، هغه شرکتي حسابونه چې تر ۳.۵ میلیون افغانیو یا ۵۰،۰۰۰ ډالرو پورې موجودي لري، د ایستلو محدودیت پرې نه لګیږي.
د۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته، د افغانستان بانکي سکتور له سختو ستونزو سره مخامخ شو. د افغانستان بانک له هماغه وخت راهیسې په انفرادي او شرکتي حسابونو سخت محدودیتونه لګولي وو، چې دا پرېکړه اوس تر ډېره نرمه شوې ده.