افغانستان

چین ویلي، افغانستان کې د ثبات لپاره سیمه‌ییزه همکاري مهمه ده

چین کې د افغانستان سفارت: له چین سره د واخان لارې پر سوداګرۍ وغږېدو

د چین او افغانستان ترمنځ د باروړونکي اورګادي تګ راتګ پیلېدل

د چین ولسمشر «شي جین پینګ» د چین-منځنۍ اسیا د همکارۍ په سرمشریزه کې د افغانستان د پرمختګ او بیارغونې د ملاتړ لپاره د سیمه‌‌ییزې همغږۍ پر زیاتولو ټینګار کړی دی.

د چین او منځنۍ اسیا د مشرانو په دویمه غونډه کې چې د قزاقستان په آستانه کې ترسره شوه، د چین ولسمشر په خپله وینا کې د افغانستان پر وړاندې د سیمه‌ییزې همکارۍ د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی.

د چین ولسمشر زیاته کړې چې د منځنۍ اسیا هیوادونه کولی شي د ګډې همکارۍ له لارې په افغانستان کې د بشري او اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې اغیزمن رول ولوبوي.

شي جین پینګ وویل: “افغانستان زموږ نږدې ګاونډی دی. موږ باید د دې هیواد سره د پرمختګ، سولې، ثبات او بیارغونې په ترلاسه کولو کې د مرستې لپاره هڅې همغږي کړو.”

چین مخکې په سیمه‌ییزو غونډو کې د باثباته او همکار افغانستان پر اهمیت ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې چین تر اوسه اسلامي امارت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو د ۲۰۲۱ کال راهیسې یې له اسلامي امارت سره ښې اړیکې پاللې دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button