زلمی خلیلزاد: ایران باید د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ورو کړي

اړوند خبر:
د ایران سني مذهب امام عبدالحمید: له افغان کډوالو سره د ایران چلند نه زغمونکی دی
افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ایرانه غوښتي، چې کډوال باید په “مدني او عزتمندانه” ډول بېرته افغانستان ته واستوي.
زلمي خلیلزاد په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ایران له خوا ایستل شويو کډوالو د وضعیت په اړه یې “د اندېښنې وړ راپورونه” تر لاسه کړي، چې د هرات له پولې ورته رسېدلي.
خلیلزاد ټینګار کړی چې، یو له اغېزمنو اقداماتو څخه د کډوالو د ایستلو بهیر ورو کول او له ملي او نړیوالو مرستندویو ادارو سره همغږي ده.
هغه زیاته کړې، ډېری هغه کډوال چې له ایرانه ایستل شوي، په خپل هېواد کې د اوسېدو ځای نه لري او افغانستان چې له جګړې وروسته له فقر سره مخ دی، نشي کولای دا شمېر بېرته راستانه شوي کسان په لنډ وخت کې جذب کړي.
خلیلزاد داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې پرون د بښنې نړیوال سازمان په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه ښودلې وه.
له ایرانه راغلي کډوال هم د سرپناه له نشتون شکایت لري. دوی له طالبانو او مرستندویه ادارو د لومړنیو بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د کډوالو وزیر په تازه څرګندونو کې له نړیوالو مرستندویانو د مرستو د زیاتوالي غوښتنه کړې.
مولوي عبدالکبیر ویلي، چې له خپلو امکاناتو یې راستانه شویو کډوالو ته خدمات وړاندې کوي.