ایران هره ورځ ۴۰زره افغانان افغانستان ته جبري ستنوي

اړوند خبر:
د ایران سني مذهب امام عبدالحمید: له افغان کډوالو سره د ایران چلند نه زغمونکی دی
د طالبانو د اسلامي امارت یو جګپوړی چارواکی د وايي، له ایران څخه د افغان کډوالو د شړلو بهیر شدید شوی، او تر ۴۰ زره افغانان هره ورځ له دغه هېواده ایستل کېږي.
د طالبانو د ريیس الوزرا د اداري چارو مرستیال او د مهاجرینو د چارو د حل د عالي کمېسیون مشر مولوي عبدالسلام حنفي،په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، هره ورځ شاوخوا ۳۰ زره افغانان هره ورځ د اسلامکلا له پولې (هرات) راځي، او نژدې ۱۰ زره نور د میلَک له لارې (نیمروز) راستنول کېږي.
حنفي زیاته کړه چې په تېره یوه میاشت کې له ایران څخه تر ۵۰۰ زره ډېر افغانان بېرتهراستانه شوي دي.
د طالبانو د حکومت د مرستو ژمنه:
حنفي وویل، اسلامي امارت هڅه کوي چې بېرتهراستنو شویو ته بنسټیزې اسانتیاوې برابرې کړي، چې پکې دا موارد شامل دي:
هر کس ته۲ زره افغانۍ نغدي مرسته
له پولې وړیا ترانسپورت
اساسي خدمات لکه سرپناه او لومړنۍ اړتیاوې
هغه همداراز اعلان وکړ چې شاوخوا ۱۴۰،۰۰۰ جریبه (۲۸،۰۰۰ هکتاره) ځمکه به د بېرتهراستنو شویو د استوګنې لپاره ورکړل شي. دغه ځمکه به په ۳۵ ټاکل شویو مېشتځایونو کې، چې په ۲۵ ولایتونو کې موقعیت لري، د ارزانه اجارې یا دایمي ملکیت په بڼه ورکړل شي.
مستحقو کورنیو ته به د کورنۍ د غړو د شمېر له مخې تر ۱۵ بسوې (شاوخوا ۰.۳ هکتاره) ځمکه ورکړل شي.
د پانګوالو لپاره امتیازارت:
مولوي حنفي وویل، هغه افغانان چې له بهر څخه له پانګې سره بېرتهراستنیږي، دا امتیازات به ترلاسه کړي:
پینځه کاله مالیاتي معافیت
وړیا صنعتي ځمکه
تر دوو موټرو پورې له مالیې پرته د وارداتو اجازه
د بهرنیو کارکوونکو لپاره دوه کلنې کاري ویزې