طالبان به د راستانه کډوالو زده کوونکو نجونو برخلیک څنګه کوي؟

اړوند خبر:
د ایران سني مذهب امام عبدالحمید: له افغان کډوالو سره د ایران چلند نه زغمونکی دی
د طالبانو د پوهنې وزارت خبر ورکړی، چې له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستانه د راستنو شویو افغان زدهکوونکو د ښوونې او روزنې مسئولیت په په غاړه اخلي.
یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، هېواد ته راستانه شوي زده کوونکي به د هېواد په ټولو رسمي ښوونځیو، دارالعلومو، مدرسو او نورو دولتي او خصوصي ښوونیزو بنسټونو کې جذب شي.
یاد وزارت کورنیو، اړوند سیمه ییزو مسئولینو، دیني علماوو او خیریه بنسټونو غوښتي، چې د دغه اسلامي او ملي مسئولیت د بریالي ترسره کېدو لپاره له وزارت سره مرسته وکړي.
د طالبانو پوهنې وزارت داسې مهال دا ډاډ ورکوي، چې هېواد ته د بیرته راستنېدونکو افغانانو په ډله کې هغه ماشومان هم شامل دي، چې ګاونډیو هېوادونو کې یې زدهکړې په نیمایي کې پاتې شوې دي.
خو اندېښنه دا ده چې په دغو زده کوونکو کې نجونې هم دي، چې د هغوی برخلیک به څنګه وي.
د طالبانو د پوهنې وزارت په خپل دغه خبرداري کې هم د نجونو د زده کړو برخه کې څه نه دي ویلي.
په ټولنیزو رسنیو کې د راغلو کډوالو نجونو یوه اندېښنه هم په هېواد کې د دوی پر مخ د طالبانو له لوري تړلی ښوونیز سیستم دی چې دوی یې پکې له زده کړو منع کړي دي.
دوی هیله مندي ښیي چې طالبان به ژر د ټولو نجونو پر وړاندې ښوونیزې دروازې پرانېزي، هغه هیله چې لا مثبت ځواب نه لري.