اقتصاد او سوداګري

د ترانس افغان پروژې په اړه کابل د ازبکستان او پاکستان د چارواکو کوربه دی

اړوند خبر:

د ټرانس افغان ریل لاره: ازبکستان به د کندهار یا د مزارشریف لار غوره کړي؟

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیداوف او د پاکستان د باندنیو چارو وزیر اسحاق ډار د جګپوړو پلاوو په مشرۍ نن کابل ته ورسیدل.

ټاکل شوې ده چې د ازبکستان، پاکستان او طالبانو د بهرنیو چارو وزیران او نور چارواکي نن په ارګ کې په دوو درې اړخیزو غونډو کې ګډون وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن به د ازبکستان او پاکستان د باندنیو چارو وزیرانو په مشرۍ پلاوي کابل ته راورسیږي او په دوو درې اړخیزو غونډو کې به ګډون وکړي.

د ازبکستان د ترانسپورت، د پاکستان  د ریللارو او د طالبانو د ټولګټو وزیران به د ترانس افغان پروژې د امکان سنجۍ د مطالعاتو پروژه په ارګ کې لاسلیک کړي.

دا پروژه به د بشپړېدو په صورت کې د افغانستان له لارې ازبکستان له پاکستان سره وصل کړي او د منځنۍآسیا هېوادونو ته به د پاکستان سمندري بندرونو ته لار برابره کړي.

تمه ده چې دا پروژه د سیمه‌ییز تجارت او ترانزیت له لارې د سیمې ثبات، اقتصادي ودې او پرمختګ ته لاره هواره کړي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر اساس، له اسحاق ډار سره به یو جګپوړي پلاوي هم ملګری وي، چې پکې د پاکستان د رېللارو وزیر، د افغانستان لپاره د صدراعظم ځانګړی استازی  او د رېللارو وزارت معین شامل دي.

له بلې خوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن به د ازبکستان او پاکستان د باندنیو چارو وزیرانو په مشرۍ پلاوي کابل ته راورسیږي او په دوو درې اړخیزو غونډو کې به ګډون وکړي.

ټاکل شوې ده چې د ازبکستان د ترانسپورت، د پاکستان  ریللارو او د طالبانو د ټولګټو وزیران د ترانس افغان پروژې د امکان سنجۍ د مطالعاتو پروژه په ارګ کې لاسلیک کړي.

دا پروژه به د بشپړېدو په صورت کې د افغانستان له لارې ازبکستان له پاکستان سره وصل کړي او د منځنۍآسیا هېوادونو ته به د پاکستان سمندري بندرونو ته لار برابره کړي.

تمه ده چې دا پروژه د سیمه‌ییز تجارت او ترانزیت له لارې د سیمې ثبات، اقتصادي ودې او پرمختګ ته لاره هواره کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم، د دغه هیواد د صدراعظم د مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر دا سفر د دې پروژې د بریالي تطبیق لپاره د پاکستان ژمنتیا څرګندوي. د دریو ګډون کوونکو هېوادونو ترمنځ په کابل کې د ګډې امکان سنجونې د چوکاټ موافقې لاسلیک، د دې پروژې د پلي کېدو په لور یو مهم ګام دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button