د م.م د بشري حقونو دفتر له آلمانه د افغانانو پر ایستلو سخته نیوکه کړې

اړوند خبر:
د ایران سني مذهب امام عبدالحمید: له افغان کډوالو سره د ایران چلند نه زغمونکی دی
جنیوا – د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر له آلمان څخه افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو پرېکړه په کلکه غندلې او په دې اړه یې خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه غبرګون وروسته له هغه ښودل شوی چې د جمعې په ورځ د ۸۱ افغانانو یوه ډله له آلمان څخه په یوه چارټر الوتکه کې کابل ته ولېږل شوه.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر، فولکر تورک، په یوې اعلامیې کې چې په جنیوا کې خپره شوې، له آلمان څخه غوښتي چې په سمدستي توګه د ټولو افغان کډوالو او پناه غوښتونکو جبري ستنېدل ودروي. نوموړي په ځانګړې توګه د هغو کسانو د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده چې د بېرته ستنېدو په صورت کې له ځورونې، خپل سري نیونو یا شکنجې سره مخ کېدای شي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر ویاندې، راوینا شمداساني، هم په دې اړه وویل: “هیڅوک باید افغانستان ته بېرته ستانه نه شي.” هغې زیاته کړه چې په افغانستان کې ډیری خلک له شکنجې، غیر انساني چلند او سزا سره مخ دي او پر دې سربېره، د دغه هېواد بشري وضعیت هم ناورین دی، چې شاوخوا ۷۰ سلنه نفوس یې په بېوزلۍ کې ژوند کوي.
اغلې شمداساني دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا د ایستل شویو کسانو ترمنځ کوم توپیر شته که نه، یعنې که هغوی رد شوي پناه غوښتونکي وي یا مجرمین، “د نه جبري ستنولو اصل” ته اشاره وکړه. د دې اصل له مخې، یو هېواد نه شي کولی کوم کس داسې یوه هېواد ته وشړي، وسپاري یا یې بېرته ستون کړي چېرې چې هغه د شکنجې، غیر انساني چلند یا د بشري حقونو د جدي سرغړونو له ګواښ سره مخ وي.