د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د پاکستان تازه پوځي عملیات
اړوند خبرونه:
هند پر پاکستان د «سندور» عملیات پیل او ۹ سیمې یې په نښه کړي
کشمیر کې د تاوتریخوالي له امله، له هند سره د افغانستان سوداګري په ټپه ودرېده
اسلام اباد: “هند به په راتلونکو څو ساعتونو کې پر پاکستان برید وکړي”
د پاکستان امنیتي ځواکونو یو ځل بیا د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په باجوړ ایجنسۍ کې د وسله والو پر وړاندې “هدفي عملیات” پیل کړي دي، چې له امله یې لسګونه زره اوسېدونکي له خپلو سیمو څخه خوندي ځایونو ته تېښتې ته اړ شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې امنیتي وضعیت خورا پېچلی او کړکېچن شوی دی.
که څه هم د خیبر پښتونخوا په باجوړ سیمه کې، چې پخوا د پاکستاني طالبانو یو مهم مرکز ګڼل کېده، د دغو عملیاتو په اړه کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره شوې، خو یو حکومتي چارواکي، سعیدالله، ویلي چې دا پراخ عملیات نه دي او یوازې د وسله والو پټنځایونه په نښه کېږي ترڅو ملکي وګړو ته زیان ونه رسېږي. په ورته وخت کې، یو بل حکومتي مدیر، شاهد علي، تایید کړې چې د بې ځایه شویو کسانو شمېر نږدې یو لک تنو ته رسېدلی دی.
د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت اعلان کړی چې په باجوړ کې به هرې بې ځایه شوې کورنۍ ته ۵۰ زره پاکستانۍ روپۍ (شاوخوا ۱۷۵ ډالره) مرسته ورکړي. په سیمه کې د “الخدمت فاونډېشن” په نوم یوه خیریه موسسه هم لیدل شوې چې پر بې ځایه شویو کورنیو خوراکي توکي وېشي.
د بې ځایه شویو په منځ کې ګل ولي، چې یو پنځوس کلن سړی دی، وايي دا دویم ځل دی چې له خپل کور څخه تېښتې ته اړ کېږي. هغه زیاتوي چې په ۲۰۰۹ کال کې د پخوانیو پوځي عملیاتو پر مهال یې د ماموند ولسوالۍ په کلي کې ډېری کورونه وران شوي وو. هغه وايي: “نه پوهېږو چې دا ځل به زموږ له کورونو سره څه کېږي.”
د سیمې اوسېدونکو ویلي چې امنیتي ځواکونو د چورلکو په ملاتړ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې په غرنیو سیمو کې د وسله والو پټنځایونه په نښه کړي دي. د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP)، چې د افغان طالبانو نږدې متحد ګڼل کېږي، له هغه وروسته چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، په دغه هېواد کې پټنځایونه موندلي دي. ډېری مشران او جنګیالي یې په افغانستان کې په ښکاره توګه ژوند کوي او ځینې یې بېرته باجوړ ته اوښتي او بریدونه یې ترسره کړي دي.