هرات کې خونړۍ پېښه؛ د ۸۵ مړه شوو کسانو جسدونه نه پېژندل کېږي
د هرات په ولایت کې د یوې ترافيکي پېښې له امله د قربانیانو شمېر ۸۵ تنو ته ورسېد. د راپورونو له مخې، د پېښې ټول قربانیان هغه افغانان دي چې له ایران څخه په جبري توګه ایستل شوي وو.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، چې په دې پېښه کې دوه تنه نور ټپیان شوي هم دي. پېښه د سهشنبې په ماښام د هرات ښار ته څېرمه د ګذرې ولسوالۍ پر لویه لار رامنځته شوې ده.
یو مسافر وړونکی بس، د تېلو له بوشکو ډک یوه مزدا ډوله موټر او یوه موټرسایکل سره ټکر شوی دی. له ټکر سره سم اورلګېدنه رامنځته شوې، چې له امله یې ګڼ شمېر کسان ځای پر ځای ووژل شول.
د طالبانو یو پوځي چارواکي ویلي چې د اورلګېدنې له امله ټول جسدونه دومره سوځېدلي چې د پېژندلو وړ نه دي. هغه زیاته کړه: “موږ یوازې د هغوی د قد له مخې اټکل کولی شو چې څوک سړی، څوک ماشوم او څوک ښځه ده.”
په افغانستان کې ترافیکي پېښې یوه عامه ستونزه ده چې ډېری لاملونه یې د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل کېږي.
دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په وروستیو میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه په جبري توګه د میلیونونو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده.