م.م. خبرداری: ۹ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخامخ، د نړیوالو مرستو بیړنۍ اړتیا
اړوند خبرونه:
ډبلیو ایف پي: یو میلیون افغانانو ته د مرستو رسولو لپاره ۱۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده
ډبلیو ایف پي: څلور میلیونه افغان مېندې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي
ملګرو ملتونو د افغانستان پر مخ پر ودې بشري بحران ژورې اندیښنې څرګندې کړې او خبرداری یې ورکړی چې له ۹ میلیونو څخه زیات افغانان، چې د هېواد شاوخوا څلورمه برخه جوړوي، له سختې غذایي ناامنۍ سره مخ دي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفن دوجاریک، د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې رسنیو ته وویل چې د اوسنیو سرچینو په پام کې نیولو سره، دغه سازمان یوازې په میاشت کې له یو میلیون څخه لږ خلکو ته مرستې رسولی شي. هغه ټینګار وکړ چې په افغانستان کې بشري وضعیت هره ورځ لا پسې خرابېږي.
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) اټکل کوي چې په ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې د سختې خوارځواکۍ کچه خپل تر ټولو لوړ حد ته ورسیږي، چې له ۴.۷ میلیونو څخه زیات ماشومان او ښځې به بیړنۍ درملنې ته اړتیا ولري. د دې وضعیت اساسي لامل د اتو نړیوالو بنسټونو لخوا په غذایي مرستو کې د پام وړ کمښت دی. دوجاریک روښانه کړه چې د بیړنیو غذایي مرستو او د اړمنو خلکو د ملاتړ لپاره په راتلونکي ژمي کې، ملګري ملتونه په بیړني ډول ۵۶۸ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
د کونړ د وروستۍ زلزلې په اړه، دوجاریک وویل چې دې پیښې د افغانستان په ختیځ کې پر زیانمنو کورنیو دوه چنده فشار راوستی دی. نوموړي زیاته کړه چې په کونړ کې د تقویه شویو بسکیټونو او نورو اړینو توکو په ویشلو سره یو څه اړتیاوې پوره شوې دي. د بشري عملیاتو د ملاتړ لپاره خیمې درول شوې دي، مګر د سرچینو د محدودیت له امله مرستې یوازې یوې برخې ته رسیدلي دي.
ملګري ملتونه په پرله پسې توګه د افغانستان لپاره د نړیوالو مرستو د سخت کمښت په اړه خبرداری ورکوي. له هغه وخته چې ډونالډ ټرمپ بیا د امریکا ولسمشر شوی، د افغانستان په ګډون د نړۍ لپاره د امریکا مرستې کمې شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې امریکا په تاریخي توګه د افغانستان تر ټولو لوی مرسته کونکی هیواد پاتې شوی.
د امریکا د مرستو ځنډیدل د طالبانو پر رژیم هم سخت مالي فشار راوړی دی. امریکا د کونړ له زلزله ځپلو سره هم مرسته نه ده کړې. دا د پام وړ ده چې امریکا په تیرو شلو کلونو کې د افغانستان ترټولو لوی مالي ملاتړی و او حتی د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې له افغانستان سره شاوخوا ۳.۵ میلیارده ډالره مرسته کړې وه.