سیمه

اسلام اباد: “خپل ځانګړی استازی له جدي پیغام سره کابل ته لېږو”

اړوند خبرونه: 

د پاکستان پوج: کراچۍ کې مو د ټي ټي پي خطرناکه اوولس کسیز ګروپ نیولی

خواجه اصف: د ټي ټي پي پرضد “عزم استحکام” عملیات د افغانستان خاورې ته غځوو

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته ورسېده

په خیبرپښتونخوا کې د ۲۰ پاکستاني سرتېرو تر وژل کېدو وروسته، د اسلام‌اباد حکومت پرېکړه کړې چې خپل ځانګړی استازی کابل ته واستوي څو د پاکستاني طالبانو (ټي‌ ټي‌ پي) په تړاو د اندېښنو او د وسله والو مخالفانو په اړه د خبرداري پیغام افغان چارواکو ته ورسوي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، ټاکل شوې ده د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق، په راتلونکو ورځو کې کابل ته سفر وکړي او د اسلام‌اباد اندېښنې د طالبانو حکومت ته ورسوي.

په راپورونو کې ویل شوي چې د وروستیو دوو ورځو په ترڅ کې لسګونه پاکستاني عسکر په خیبر پښتونخوا ایالت د ټي‌ ټي‌ پي د جنګیالیو له خوا وژل شوي دي. له همدې امله د اسلام‌اباد حکومت پرېکړه کړې چې طالبانو ته خپل جدي دریځ څرګند کړي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف، په تازه څرګندونو کې خبرداری ورکړی چې له وسله والو ډلو په تره بیا له ټي ټي پي د طالبانو د حکومت دوامداره ملاتړ یا مېلمه پالنه د دواړو هېوادونو په اړیکو کې جدي خنډ دی.

هغه د پاکستان د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره یو ځای «بنو» ښار ته سفر وکړ، هلته یې د تروریزم ضد بېړنۍ غونډه وکړه او د وژل شویو عسکرو په جنازه کې یې ګډون وکړ.

دا هم ولولئ:  په خیبرپښتونخوا کې د قومی عدالت جرګې خیمو ته اور اچول شوی

د پاکستان پوځ ویلي چې د سپتمبر له ۱۰مې تر ۱۳مې پورې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د دوو ترهګر ضد عملیاتو پر مهال ۱۲ پاکستاني عسکر او ۳۵ وسله‌وال وژل شوي دي.

شهباز شریف ټینګار وکړ چې د پاکستان دولت په کلکه د تروریزم پر ضد مبارزې ته ژمن دی او ویې ویل:

«د پاکستان د ترهګریزو بریدونو طراحان د افغانستان له خاورې او د هند په ملاتړ فعالیت کوي.»

هغه زیاته کړه:

«موږ طالبانو ته په ډاګه ویلي چې باید د اسلام‌اباد او خوارجو ترمنځ یو انتخاب کړي.»

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته پاکستاني طالبان هم تشویق شوي چې د پاکستان پر ضد بریدونه زیات کړي. د ټي ټي پي جنګیالي د ۲۰۲۱ تر اګست مخکې د افغان طالبانو ترڅنګ د افغانستان د هماغه مهال د حکومت او بهرنیو پوځیانو خلاف جنګېدل خو په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته یې مخه د پاکستان پوځ ته اړولې ده.

پاکستان د طالبانو پر حکومت فشار راوړي چې د ټي ټي پي په منځ کې له خپل هغه نفوذ څخه کار واخلي او دا ډله دې ته اړ باسي چې د پاکستان پوځ ته تسلیمه شي، خو ظاهراً د طالبانو حکومت نه دا توان لري او نه یې اراده لري.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button