طالبان: “لوګر ولایت کې مو د ۴۹ ښوونځيو بیارغونه پیل کړه”
اړوند خبر:
یونیسف غواړي چې افغانستان کې ۱۶۵ ښوونځي له روغتیايي اسانتیاوو سره سم جوړ کړي
طالبانو خبر ورکړی چې کابل ته نږدې په لوګر ولایت کې یې د ۴۹ ښوونځیو د بیارغونې چارې یې پیل کړي دي.
د طالبانو د پوهنې وزارت وايي، په لوګر کې به ددغه ښوونځیو بیارغونه په اساسي شکل ترسره کېږي.
یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ښوونځیو بشپړېدو سره به ۳۰زره زدهکوونکو ته ارام او مناسب ښوونیز چاپېریال برابر شي.
د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي، دغه ښوونځي په محمد اغې، خوشي، بره کي برک، خروار او د یاد ولایت مرکز کې بیارغول کیږي.
خبرپاڼه کاږي چې د دغې پروژې ټولیز لګښت ۳۶.۱۹ میلیونه افغانۍ اټکل شوی، چې د طالبانو د پوهنې وزارت د یوه همکار بنسټ له لوري ورکول کیږي.
د یادو ښوونځیو د بیارغونې چارې به تر راتلونکو څلور میاشتو بشپړې شي.
تر دې وړاندې د یادو سیمو اوسېدونکو د ښوونځیو له خراب وضعیت شکایت درلود.
بلخوا ملت او افغان علماء کرام پر طالبانو نیوکه کوي چې دوی د خپلو غوښتنو او نظریاتو پر بنسټ د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلي او د زده کړو اجازه نه ورکوي.