طالبان، کابل کې د اورانوس د ودونو تالار د قیمتي ډبرو مارکېټ ته ورکوي
د طالبانو حکومت په کابل کې اورانوس د ودونو تالار د قیمتي ډبرو پر مارکیټ بدلوي
د طالبانو د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په مشرۍ اقتصادي کمېسیون اعلان وکړ، چې د کابل د اورانوس ودونو تالار او تمځای قراردادونه لغوه کېږي او دغه ځای به د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو مارکېټ ته ځانګړی شي.
د دوی د پریکړې په بنسټ به د کابل د اورانوس ودونو تالار او اړوند پارکېنګ قراردادونه لغوه کېږي او دغه ځای به د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو مارکېټ ته ځانګړې شي.
دغه کمېسیون همداراز پریکړه کړې، چې د «خلیج» او «ممتاز محل» ودونو تالارونه به تر خپلو قراردادونو د پای ته رسېدو پورې خپلو چارو ته دوام ورکړي، خو د کابل ښاروالۍ د اصولو پر بنسټ به فعالیت کوي.
د طالبانو اقتصادي مرستیالۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نظیف مارکیټ، علاوالدین تېلو ټانک او ظاهر شاهي مارکیټ، چې د پرانیستې داوطلبۍ لپاره وړاندې شوي وې، او له نويو کرایه کوونکو څخه به یې کرایه اخیستل کیږي.
باید وویل شي چې دا پریکړه د طالبانو د مشر لخوا هم منل شوې ده.