افغانستاننړۍ

د ډونالډ ټرمپ ادعا؛ د بګرام په اړه له طالبانو سره خبرې روانې دي

اړوند خبرونه:

د ای سي ای لخوا د طالبانو پرضد د پخوانیو افغان سیاستوالو د کارولو نوي هڅه

م.م. کې د امریکا سفیره وايي، امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني

ذبیح الله مجاهد: پخواني سیاستوال د ای ایس ای په مرسته بیا واک ته نه شي راتللی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د بګرام هوايي اډې په اړه له طالبانو سره اوس هم په خبرو بوخت دی

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له بریتانیا څخه تر ستنېدو وروسته یو وار بیا وویل چې له طالبانو سره د بګرام هوايي اډې د بیا تر لاسه کولو په اړه خبرې کوي.

ټرمپ د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «موږ هیڅکله باید دا اډه نه وای پرېښې.»

ټرمپ تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ د بریتامیا له صدراعظم، کې یر سټارمر، سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي و چې متحد ایالتونه غواړي یو ځل بیا د بګرام هوايي اډې کنټرول تر لاسه کړي.

ټرمپ تر دې وړاندې هم څو ځلې د بګرام  هوايي اډې په اړه څرګندونې کړې وې خو پخوا داسي تصور کېده چې ټرمپ غواړي په دې ډول څرګندونو پر پخواني ولسمشر جو بایډن انتقاد وکړي. له همدې کبله د ده تېرو څرګندونو د پاملرنې سبب نه شو خو د بریتانیا له صدراعظم سره په خبري غونډه کې د بکرام په اړه د ټرمپ خبرو د ټولې نړۍ او رسنیو پام سخت ځان ته اړولی دی.

د اګست په ۳۰ مه (د سنبلې ۸ مه) د د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګی شویکو ویلي و، لوېدیځ هڅه کوي چې په افغانستان کې د ناټو تاسیسات بیا فعاله کړي.

دا هم ولولئ:  د اسرایلو اوعربي اماراتو تر منځ تاریخي تړون په واشنګټن کې امضا شو

ده وویل: «لوېدیځ هېوادونه هڅه کوي د ناټو بنسټونه بېرته افغانستان ته راوړي. لندن، برلین او واشنګټن د طالبانو د نه پېژندنې له څرګندونو سره ـ سره، د افغانستان له رهبرۍ سره نژدې کېدو ته لیوالتیا لري.»

هغه زیاته کړه چې د امریکا متحد ایالتونه، بریتانیا او جرمني سره له دې چې په رسمي ډول اعلان کوي چې د “طالبانو” حکومت په رسمیت نه پېژني، خو بیا هم هڅه کوي ورسره خپلې اړیکې پراخې کړي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د امریکایي ځواکونو وتل سبب شول چې د بګرام د هوايي اډې په شمول ټول افغانستان د طالبانو لاس ته ولوېږي.

د طالبانو چارواکو د امریکا له پوځي حضور سره مخالفت کړی دی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي، ذاکر جلال، د پنجشنبې په ورځ په ایکسپاڼه کې په یو پیغام کې ولیکل: «افغانستان او متحد ایالتونه باید له یو بل سره تعامل وکړي … پرته له دې چې امریکا په افغانستان کې په هېڅ برخه کې پوځي حضور ولري.»

په همدې وخت کې، وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې د امریکا چارواکي له طالبانو سره د بګرام په هوايي اډه کې د محدود شمېر تروریستي ضد ځواکونو د استقرار په اړه د خبرو په لومړنیو پړاوونو کې دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button