ساینس او ټېکنالوژي

مخباراتو وزارت: کندهار کې مو د افغان ټیلکام وایفای خدمتونه بېرته فعاله کړل

اړوند خبرونه:

UNHRC د بشري حقونو په برخه کې د متحده عربي اماراتو موقف وستایه

د متحده عربي اماراتو خواخوږي؛ له زلزله ځپلو سره یې بېړنۍ مرسته وکړه

متحده عربي اماراتو کې له افغان مشرانو او سوداګرو سره د ټوماس وېسټ لیده کاته

کندهار کې د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس ملا نورالله نوري رسنیو ته ویلي، چې په دې ولایت کې د افغان ټیلکام د وایفای خدمتونه بېرته فعال شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د بانکونو په ګډون یو شمېر ادارې او دفترونه له دې شبکې سره نښلول شوي او خپلې ورځنۍ چارې پرمخ وړي.

نوموړي زیاته کړې؛ دغه انټرنیټ د نوري فایبر له لارې نه، بلکې د پواینټ ټو پواینټ له لارې فعال شوی دی.

د پوائنټ ټو پوائنټ (P2P) انټرنیټ سیسټم یو بېسیم او ځانګړې شوې اړیکه ده، چې دوه یا ډېر ځایونه په مستقیم او خوندي ډول د راډیو څپو له لارې؛ پرته له دې، چې کیبل یا عامه انټرنیټ کارولو ته اړتیا ولري، سره نښلوي.

دا انټرنیټ داسې مهال فعالېږي چې، د طالبانو مشر هبت الله په یوه تازه فرمان کې په ټول هېواد کې د نوري فایبر پر انټرنیټ بندیزلګولی دی.

تر دې دمه پر شاوخوا ۱۵ ولایتونو د نوري فایبر انټرنیټ قطعه شوی چې، له امله یې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي. تازه په پروان ولایت کې هم د نوري فایبر نیټ قطعه شوی دی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button