افغانستاننړۍ

روسیه: بګرام اډې ته د امریکا بیرته راستنیدل به “فاجعه” وي

اړوند خبرونه:

د ای سي ای لخوا د طالبانو پرضد د پخوانیو افغان سیاستوالو د کارولو نوي هڅه

م.م. کې د امریکا سفیره وايي، امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني

ذبیح الله مجاهد: پخواني سیاستوال د ای ایس ای په مرسته بیا واک ته نه شي راتللی

روسیې خبرداری ورکړی چې د بګرام هوايي اډې له لارې افغانستان ته د امریکا متحده ایالاتو راستنیدل، لکه څنګه چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتنه کړې، د واشنګټن لپاره “فاجعه وارې پایلې” لرلای شي.

افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روسیې “ریانووستی” خبري آژانس ته ویلي چې “امریکا متحده ایالات به په ډیر احتمال سره پر افغانستان نوی برید پیل نکړي.” هغه زیاته کړه: “دا ډیر هغه جنجال ته ورته دی چې ټرمپ د ګرینلینډ او کاناډا پر سر جوړ کړی و. د دې پایلې به د امریکا لپاره فاجعه وارې وي، په داسې حال کې چې افغانان له جګړې سره عادت دي.”

د یادونې وړ ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو څرګندونو کې ویلي وو چې د هغه اداره هڅه کوي په افغانستان کې د بګرام هوايي اډه له طالبانو څخه بیرته ونیسي.

د امریکا ولسمشر د سپټمبر په ۱۸مه د بریتانیا له لومړي وزیر کیر سټارمر سره په یوه خبري کنفرانس کې یو ځل بیا د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پر څرنګوالي نیوکه وکړه او ویې ویل: “زه یو مهم خبر لرم.”

هغه وویل: “موږ هڅه کوو چې په افغانستان کې د بګرام هوايي اډه بیرته ونیسو.”

ټرمپ زیاته کړه: “دا هوايي اډه له هغه ځایه یوازې یو ساعت واټن لري چیرې چې چین خپل اټومي وسلې جوړوي.”

هغه له دې وړاندې د ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې هم په یوه غونډه کې ویلي وو چې په افغانستان کې د بګرام پوځي اډه اوس د چین تر ولکې لاندې ده.

د امریکا ولسمشر د چین ولسمشر ته په خطاب کې هم ویلي وو: “له خپلو میلیاردونو ډالرو جوړښتونو څخه خوند واخلئ چې موږ څو کاله وړاندې جوړ کړي وو.”

ټرمپ د شنبې په ورځ په خپله ټولنیزه شبکه “تروت سوشل” کې زیاته کړه: “که افغانستان د بګرام هوايي اډه هغه بنسټ ته چې دا یې جوړه کړې ده، یعني امریکا متحده ایالاتو ته، بیرته ورنکړي، بدې پېښې به رامنځته شي.”

له بلې خوا، د طالبانو یوه لوړ پوړي چارواکي د یکشنبې په ورځ په بګرام هوايي اډې باندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په لومړي غبرګون کې وویل چې د کابل شمال ته نږدې ۵۰ کیلومترۍ کې موقعیت لرونکې دا اډه د واشنګټن لخوا نیول “ناشونی” دی.

د طالبانو دغه چارواکي “العربیه” ته وویل: “د بګرام اډې په اړه وروستۍ پرېکړه د طالبانو له مشر سره ده.” هغه دې ته هم اشاره وکړه چې “امریکا د دوحې د تړون په چوکاټ کې ژمنه کړې وه چې د افغانستان پر حاکمیت به له زور کارولو یا ګواښ څخه ډډه کوي.”

افغانستان کې د امریکا سفارت چې له قطر څخه فعالیت کوي، تیره یکشنبه د ټرمپ د دې فرمان په اشاره خبرداری ورکړ چې د امریکا د اتباعو تښتول او د دې هیواد څخه په چنې او باج اخیستلو کې کارول به “جدي پایلې” ولري.

د امریکا د چارواکو په وینا، د دې هیواد حکومت د ۷۲ امریکایانو د بیرته راوستلو په هڅه کې دی چې یو شمیر یې په روسیه او افغانستان کې بندیان دي.

بګرام د افغانستان په پروان ولایت کې د چاریکار ۱۱ کیلومتره سویل ختیځ ته موقعیت لري او له دې وړاندې په افغانستان کې د امریکا ترټولو لویه پوځي اډه وه.

دا اډه په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو لاس ته ولوېده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button