چین له افغانستان سره پر فابریکهيي تجهیزاتو سمبال د ۱۵۶ کورونو مرسته وکړه
اړوند خبرونه:
د افغانستان ملي موزیم ته لنډه کتنه
خوست کې له پاکستان د لوبو ګټلو په ویاړ زرګونه کتابونه ویشل شوي
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د چین د بشري مرستو دویمه جوپه، چې ۱۵۶ فابریکهیي کورونه پکې شامل دي، د ۱۰۰ میلیونه چینایي ینو مرستې دویمه برخه ده، چې لومړۍ هغه یې پخوا یاد وزارت ته سپارل شوې وه.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن (شنبه، د لړم ۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغو مرستو د تسلیمولو پر مهال د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د چین له دولت او خلکو مننه وکړه او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او بشري اړیکو د پیاوړتیا نښه وبلله.
خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلي راشد د راستنو شویو او بې ځایه شویو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
ددې مرستو د تسلیمولو پر مهال، په کابل کې د چین سفارت مرستیال بائو خوهوی په خپلو خبرو کې د چین او افغانستان اړیکې تاریخي وبللې او ژمنتیا یې څرګنده کړه، چې ” مونږ به په هره ستونزه کې د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړو.”
نوموړي وویل: “دا مرستې د بېځایه شویو او راستنېدونکو لپاره د سرپناه او نورو اړینو امکاناتو د برابرولو په موخه چمتو شوې دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ یوه ښه بېلګه ده.”



