تازه خبر؛ د پاکستان او عراق له زندانونو ۴۳۳ افغان بندیان ازاد شول
اړوند خبر:
طالبانو د پاکستان له بندخونو د ۱۰۴ افغان بندیانو د خوشي کېدو خبر ورکړی
د طالبانو دکډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۴۳۳ افغان بنديان د پاکستان او عراق له زندانونو ازاد او هېواد ته رالېږدول شوي دي.
دغه وزارت نن پنجشنبه، لړم ۱۵مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې، له دې ډلې ۴۳۰ کسان د سپینبولدک له لارې او ۳ نور د نیمروز له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
د یاد وزارت په وینا، دغه افغانان د پاکستان په زندانونو کې دوه میاشتې او په عراق کې شاوخوا شپږ میاشتې بندیان وو.
په همدې مهال، د پاکستان او ایران څخه د افغان مهاجرو د بېرته ستنېدو لړۍ لاهم روانه ده.
د چارواکو د مالوماتو له مخې یوازې د پرونۍ ورځې په ترڅ کې شاوخوا ۱۴ زره افغانان له دې دوو هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي دي.
په ورته وخت کې، د ایران له لوري هم د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر روان دی.
د رسمي معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۲۳ افغانان د اسلامقلعه او پلابریشم له بندرونو افغانستان ته داخل شوي دي. د دوی ډېری کسان هغه بېرته راستنېدونکي دي چې د قانوني اسنادو نهلرلو له امله نیول شوي او بېرته افغانستان ته رالېږدول شوي دي.
د کډوالو د څار بنسټونه اندېښنه څرګندوي چې د ژمي په نږدې کېدو سره که بیړنۍ سرپناه، تودې جامې او لومړنۍ مرستې برابرې نهشي، د بېځایه او راستنېدونکو کورنیو ستونزې به نورې هم زیاتې شي.



