په ټیک ټاک کې د لایو راتللو بشپړ لارښود او مهم تخنیکونه

په دې مقاله کې به تاسو په ټیک ټاک کې د لایو راتللو بشپړ لارښود او مهم تخنیکونه زده کړئ. موږ دلته د لایو د فعالولو شرایط، طریقه او د لیدونکو د ډیرولو لارې چارې درښیو.
په ټیک ټاک کې لایو راتلل یو له هغو مهمو مهارتونو څخه دی چې تاسو سره مرسته کوي له خپلو مخاطبانو سره مخامخ او ژوندۍ اړیکه ټینګه کړئ. دا وړتیا تاسو ته اجازه درکوي چې په هماغه شیبه کې د خپلو فالوورانو (Followers) نظریات او پوښتنې ترلاسه کړئ او ځواب ورکړئ. د محصولاتو له معرفي کولو نیولې بیا د پوښتنو او ځوابونو تر غونډو پورې، ټیک ټاک لایو ستاسو د اکاونټ د ودې او تعامل لپاره یوه پیاوړې وسیله ده. په دې مقاله کې به موږ تاسو ته وښیو چې څنګه په څو ساده ګامونو کې لایو راشئ.

ټیک ټاک لایو څه شی دی؟ په ټیک ټاک کې د لایو راتللو بشپړ لارښود
ټیک ټاک لایو د دې ټولنیزې شبکې یوه غوره ځانګړتیا ده چې کاروونکو ته اجازه ورکوي د ویډیو له لارې په ژوندۍ بڼه له خپلو مینوالو سره اړیکه ونیسي. لکه د فیسبوک، انسټاګرام او یوټیوب په څیر، ټیک ټاک هم د لایو اسانتیا لري، خو دلته فضا ډیره غیر رسمي او دوستانه وي.
ولې زما په موبایل کې د لایو تڼۍ نشته؟
د دې برخې تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې ولې ځینې خلک د “Live” تڼۍ نه لري؟ دلته یې اصلي لاملونه دي:
د عمر شرط: ټیک ټاک د ځوانانو د ساتنې لپاره قانون لري چې له ۱۶ کلونو کم عمره کسان لایو نشي راتلی. همدارنګه د ډالیو (Gifts) ترلاسه کولو لپاره باید عمر مو ۱۸ کاله وي.

د فالوورانو شمېر: تاسو باید لږترلږه ۱۰۰۰ فالوورز ولرئ ترڅو د لایو تڼۍ درته فعاله شي.
د اپلیکیشن اپډیټ: ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو ټیک ټاک تازه یا Update شوی دی.
سیمه ییز محدودیتونه: په ځینو هیوادونو یا سیمو کې ممکن دا اسانتیا محدوده وي.
ګام په ګام په ټیک ټاک کې د لایو راتللو بشپړ لارښود او طریقه
که تاسو پورته شرایط پوره کړي وي، نو د لایو راتلو لپاره دا ۴ ساده ګامونه تعقیب کړئ:
اپلیکیشن خلاص کړئ: ټیک ټاک ته ننوځئ او لاندې د جمع (+) نښه کیکاږئ.
د لایو انتخاب: په لاندې مینو کې خپله ګوته کیڼ یا ښي خوا ته کش کړئ ترڅو “LIVE” انتخاب پیدا کړئ.
تنظیمات: د خپل لایو لپاره یو ښکلی سرلیک (Title) او انځور وټاکئ. تاسو کولی شئ دلته ایفیکټونه هم وکاروئ.
پیل کول: په پای کې د “Go LIVE” تڼۍ کیکاږئ. اوس تاسو له خپلو مینوالو سره مخامخ اړیکه لرئ. د بندولو لپاره یوازې د “X” نښه کیکاږئ.

د ټیک ټاک لایو لپاره ۱۰ اغیزناک تخنیکونه
د دې لپاره چې لایو مو بریالی وي او ډیر لیدونکي ولرئ، دا ټکي په پام کې ونیسئ:
غوره وخت: په هغه وخت کې لایو راشئ چې ستاسو ډېری مخاطبان آنلاین وي.
د لایو موده: ټیک ټاک سپارښتنه کوي چې لایو مو لږترلږه ۳۰ دقیقې وي.
فعال اوسئ: مخکې له لایو څخه یوه ویډیو پوسټ کړئ؛ کله چې خلک هغه ګوري، د “Live” نښه ویني او ستاسو لایو ته راځي.
رڼا: په ښه رڼا کې کښینئ، طبیعي رڼا یا رینګ لایټ وکاروئ.
غږ: د شا غږونه کم کړئ او په ارامه ځای کې کښینئ.
انټرنیټ: د قوي انټرنیټ کارول ډیر مهم دي ترڅو ویډیو بنده نشي.
د کامرې زاویه: موبایل په یو ځای کلک کړئ چې ونه رپیږي.
پلان درلودل: مخکې له مخکې فکر وکړئ چې د څه په اړه خبرې کوئ.
تعامل: د خلکو کمنټونه ولولئ او ځواب ورکړئ.
مدیریت: تاسو کولی شئ بې ځایه کمنټونه کوونکي کسان بلاک یا میوټ کړئ.
افغان ناو ویب پاڼه تل تاسو ته ګټور معلومات خپوري، هیله ده چې ګټه ترې پورته کړئ.



