سیمهنړۍ

د ایران او اسرائیل جګړه؛ په بریدونو کې د وژل شویو ایرانیانو شمېر له ۱۲۵۵ څخه واوښت

د ایران او اسرائیل جګړه په ترڅ کې د ایران د روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د امریکا او اسرائیلو په ګډو بریدونو کې تر ۱۲۵۵ ډېر کسان وژل شوي او د ټپیانو شمېر تر ۱۲ زرو اوښتی دی.

د ایران د روغتیا مرستیال وزیر علي جعفریان په یوه تازه مرکه کې اعلان وکړ چې د ایران او اسرائیل جګړه په تېرو نهو ورځو کې د سختو انساني تلفاتو لامل شوې ده. د هغه په وینا، د امریکا او اسرائیلو د ګډو بریدونو له امله تر اوسه ۱۲۵۵ ایراني وګړي وژل شوي او تر ۱۲ زره زیات نور ټپیان شوي دي.

BB3UW2M6GFCANASRXFBI3IUPPI

د قربانیانو جزیات او عمرونه

علي جعفریان له الجزیرې ټلوېزیون سره په خبرو کې وویل چې په دغه خونړۍ نښته کې د قربانیانو عمرونه له ۸ میاشتو څخه نیولې تر ۸۸ کلونو پورې دي. د هغه په وینا، د ایران او اسرائیل جګړه په ځانګړې توګه پر ملکي وګړو درنه تمامه شوې، چې په مړو کې ۲۰۰ ښځې او ۱۶۸ ماشومان شامل دي.

د راپورونو له مخې، دا ۱۶۸ ماشومان یوازې د “میناب” د نجونو پر یوه ښوونځي په برید کې وژل شوي، چې دې پېښې په نړیواله کچه توند غبرګونونه پارولي دي.

afp 69ae79627174 1773042018

پر روغتیايي کارکوونکو بریدونه

نوموړي زیاته کړه چې د ایران او اسرائیل جګړه حتی روغتیايي کارکونکي هم نه دي بښلي. د رسمي ارقامو له مخې، په تېرو نهو ورځو کې ۱۱ روغتیایی کارکونکي (۴ ډاکټران، ۲ نرسان او ۳ طبي کارکوونکي) وژل شوي او ۵۵ نور په داسې حال کې ټپیان شوي چې د ټپیانو په درملنه بوخت وو.

دا هم ولولئ:  د آسترالیا فدرالي امامانوشورا،سره، ښځې د تبلیغاتي وسیلې په توګه کار کوي

د جګړې دوام او د تلفاتو د زیاتېدو احتمال

د ایران د روغتیا مرستیال وزیر ټینګار وکړ چې د ډېری ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی. هغه وویل چې په سیمه کې د لټون او ژغورنې عملیات لا هم دوام لري، ځکه خو ممکن د مړو شویو کسانو په شمېر کې نور هم زیاتوالی راشي.

cbsn fusion war expands in middle east with 11 countries targeted by iran thumbnail 1

د ایران او اسرائیل جګړه چې د روان کال د فبروري په ۲۸مه نېټه پیل شوې وه، اوس یې نهمه ورځ ده. سره له دې چې نړیوالې ټولنې د جګړې د بندېدو غوښتنه کړې، خو تر اوسه د جګړې د شدت د کمېدو یا د اوربند لپاره د جدي هڅو کومې روښانه نښې نښانې نه لیدل کیږي. دا جګړه د سیمې امنیت په جدي ډول له ګواښ سره مخ کړی دی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button