سیمهنړۍ

د ایران او اسرائیلو جګړه: اسراییلو پر خپل ښار د ایران بریدونه تایید کړل

په ریشیون لېتسیون ښار کې د ایران نوي توغندیز بریدونه او د اسراییلو ځوابي بریدونه؛ تازه پېښو د ایران او اسرائیلو جګړه لا پسې توده کړې ده. بشپړ جزیات دلته ولولئ.

په منځني ختیځ کې د ایران او اسرائیلو جګړه نوي او خطرناک پړاو ته داخله شوې ده. تازه راپورونه ښيي چې اسراییلو پر خپل یوه ښار د ایران بریدونه تایید کړي دي او بل لوري ته ایران وايي چې په دغو بریدونو کې یې له یوه نوي توغندي څخه کار اخیستی دی.

israel strikes on iran khamenei image 1024x677 1

پر ریشیون لېتسیون ښار د توغندیو لګېدل

د تاند د راپور له مخې، د اسراییل پولیسو ویلي چې په ریشیون لېتسیون (Rishon LeZion) ښار کې د ایران د توغندیو د لګېدو اووه ځایونه پېژندل شوي دي. اسراییلي چارواکي ادعا کوي، ښايي دا زیانونه د هغو توغندیو د ټوټو له امله رامنځته شوي وي چې د جمعې په ماښام توغول شوي وو.

د اسراییلي پولیسو په وینا، په دغو سیمو کې څو موټرو اور اخیستی او د ژغورنې ډلې او د ملکي دفاع ټیمونه سیمې ته استول شوي دي. لومړني راپورونه ښيي چې په دې برید کې تر اوسه څوک ټپي شوي نه دي. خو شنونکي په دې باور دي چې اسراییل عموماً د ګاونډي پاکستان په شان نه غواړي په زغرده د خپل مقابل لوري پر بریدونو او خپلو مرګ ژوبلو اعتراف وکړي او د زیانونو اصلي حال پټوي.

3204

د هوايي حریمونو نقض او د بریدونو پراختیا

په سیمه کې د ایران او اسرائیلو جګړه یوازې تر یوې سیمې محدوده نه ده پاتې. ایران د اسرائیل پر لور نور توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې هم توغولي دي. همداراز داسې راپورونه خپاره شوي چې د ایران ځینې بې‌پیلوټه الوتکې د بریدونو پر مهال د کویت، عراق، متحده عربي اماراتو، بحرین او عمان هوايي حریم ته هم داخلې شوې دي.

دا هم ولولئ:  د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت: انقره کې به سفارت خپلو کارونو ته دوام ورکوي
000 62EF26Z 1

د اسراییلو ځوابي بریدونه

په ورته وخت کې، د اسراییل پوځ اعلان کړی چې په تهران کې یې ځوابي بریدونه کړي دي. د اسراییلي پوځ په خبره، دوی یوازې د یوې ورځې په ترڅ کې د ایران په لوېدیځ او مرکزي سیمو کې تر ۲۰۰ څخه زیات هدفونه په نښه کړي دي. په دغو په نښه شویو اهدافو کې د بالستیک توغندیو لانچرونه، د هوايي دفاع سیستمونه او د وسلو د تولید مرکزونه شامل دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button