
په ټیکساس ایالت کې د کډوالۍ ادارې په توقیف کې امریکا کې د یوه افغان مړینه د پوښتنو ښکار شوې ده. دغه ۴۱ کلن افغان پخوانی سرتېری و چې په مبهمو شرایطو کې یې ساه ورکړې ده. بشپړ راپور ولولئ.
په متحده ایالاتو کې د کډوالو وضعیت او د هغوی خوندیتوب یو ځل بیا د بشري حقونو د مدافعینو پام ځانته اړولی دی. تازه راپورونه ښيي چې د ټیکساس ایالت اړوند د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې (ICE) په توقیف ځای کې یو پخوانی افغان سرتېری په خورا شکمنو او مبهمو شرایطو کې مړ شوی دی. امریکا کې د یوه افغان مړینه په داسې حال کې رامنځته شوې چې نوموړی یوازې یوه ورځ وړاندې د کډوالۍ د چارواکو له خوا نیول شوی و. دغې پېښې نه یوازې د افغان کډوالو، بلکې د کډوالو د ملاتړو سازمانونو ترمنځ هم سختې اندېښنې راپارولي دي.

امریکا کې د یوه افغان مړینه، د محمد نذیر پکتیاوال نیول کېدل او ناڅاپي مړینه
د راپورونو له مخې، دغه ۴۱ کلن افغان کډوال محمد نذیر پکتیاوال نومېده. د بریتانیا انډیپنډنټ (Independent) ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ د پکتیاوال د کورنۍ له غړو سره خبرې کړې دي. د هغه کورنۍ ورځپاڼې ته ویلي چې پکتیاوال یوازې دوه ورځې وړاندې هغه مهال د کډوالۍ ادارې له خوا ونیول شو چې خپل ماشومان یې ښوونځي ته رسول.
د کورنۍ غړو زیاته کړې چې هغه له توقیف ځای څخه دوی ته زنګ وهلی و او شکایت یې کړی و چې روغتیايي وضعیت یې ښه نه دی او د ناراحتۍ احساس کوي. ویل کېږي چې د جمعې په شپه شاوخوا ۱۱:۴۵ بجې هغه د درملنې په موخه پارکلېنډ روغتون ته ولېږدول شو. خو د بلې ورځې (شنبې، د مارچ ۱۴مې) په غرمه کې د هغه کورنۍ ته خبر ورکړل شو چې نوموړي ساه ورکړې ده.
امریکا کې د یوه افغان مړینه، له امریکايي ځواکونو سره کار او امریکا ته کډوالي
محمد نذیر پکتیاوال یو عادي کډوال نه و، بلکې د افغانستان د ځانګړو ځواکونو پخوانی سرتېری و چې له ۲۰۰۵ میلادي کال راهیسې یې په افغانستان کې د امریکا د پوځ له ځانګړو ځواکونو سره اوږه په اوږه دنده ترسره کړې وه. کله چې په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان جمهوري نظام سقوط وکړ او واک طالبانو ته ورسېد، پکتیاوال هم د زرګونو نورو افغانانو په څېر له خپلې مېرمنې او شپږو ماشومانو سره یوځای امریکا ته ولېږدول شو. امریکا کې د یوه افغان مړینه

نوموړی له خپلې کورنۍ سره د ټیکساس ایالت د ډالاس ښار په شاوخوا کې اوسېده. د ژوند د پرمخ بیولو لپاره یې په یوه افغاني نانوایي کې کار کاوه، ترڅو د خپلو ماشومانو حلاله روزي پیدا کړي. د هغه د پناه غوښتنې دوسیه لا هم د امریکا د کډوالۍ په اداره کې تر څېړنې لاندې وه او وروستۍ پرېکړه پرې نه وه شوې. امریکا کې د یوه افغان مړینه
د افغانایواک غبرګون او د توقیف ځایونو ناوړه وضعیت
د افغان کډوالو د ملاتړې ادارې (افغانایواک) مشر، شان وندایور د دې پېښې په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. هغه ویلي: «دا ډېره غیرمعمولي او د پوښتنې وړ ده چې یو ۴۱ کلن بشپړ روغ او سالم سړی د حکومت له خوا له نیول کېدو وروسته په ۲۴ ساعتونو کې دننه په توقیف کې مړ شي.» امریکا کې د یوه افغان مړینه
په ورته مهال د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا لومړۍ پېښه نه ده. پکتیاوال په روان میلادي کال کې دوولسم پناه غوښتونکی دی چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې په توقیف ځایونو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. شمېرې ښيي چې تېر کال هم ۳۱ کسان د همدې ادارې له خوا له نیول کېدو وروسته مړه شوي وو، چې دا د تېرو شلو کلونو په پرتله ترټولو لوړه او بوږنوونکې شمېره ده. امریکا کې د یوه افغان مړینه

د امریکايي چارواکو چوپتیا
تر اوسه د امریکا د کورني امنیت وزارت، د کډوالۍ او ګمرک ادارې (ICE) او د پارکلېنډ روغتون مسوولینو د دې افغان کډوال د مبهمې مړینې په اړه رسنیو ته کوم رسمي ځواب نه دی ورکړی. انډیپنډنټ ورځپاڼې لیکلي چې دوی د پېښې د روښانتیا لپاره له یادو بنسټونو څخه د وضاحت غوښتنه کړې، خو تر دې دمه یې کوم غبرګون نه دی ترلاسه کړی.
د یادولو ده چې د امریکا د کډوالۍ اداره په دغه هېواد کې د مهاجرینو د پراخو ایستلو او نیولو د سختو پالیسیو په پلي کولو کې مرکزي رول لري، چې ډېری وخت د بشري حقونو د بنسټونو له کلکو نیوکو سره مخ کېږي. امریکا کې د یوه افغان مړینه



