د منځني ختیځ جګړه؛ زرګونه افغان کانتینرونه په اماراتو کې بند پاتې دي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، د منځني ختیځ جګړه او په سیمه کې روان کړکېچ د افغانستان پر سوداګرۍ او ترانزیټي چارو ژور اغېز کړی، چې له امله یې زرګونه افغان کانتینرونه د متحده عربي اماراتو په جبل علي بندر کې بند پاتې دي.
د دغې خونې د معلوماتو له مخې، اوس مهال له ۲۵۰۰ تر ۳۰۰۰ پورې کانتینرونه، چې پکې د تولیدي فابریکو خام مواد او نور سوداګریز توکي شامل دي، د اماراتو په بندر کې درول شوي او د لېږد اجازه نه ورکول کېږي. د منځني ختیځ جګړه

د منځني ختیځ جګړې د افغانستان سوداګري اغېزمنه کړې
د سوداګرۍ خونې د مشرتابه غړي خان جان الکوزي ویلي، د منځني ختیځ جګړه او د هرمز تنګي کړکېچ د ترانزیټ بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
د نوموړي په وینا، اماراتي چارواکو افغان سوداګرو ته ویلي چې خپل مالونه دې د ایران له لارې نه انتقالوي. هغه زیاتوي چې ځینې سوداګرو هڅه کړې خپل توکي د کوچنیو کښتیو له لارې انتقال کړي، خو ډېری مالونه لا هم په بندر کې بند پاتې دي.
سوداګر وایي، د کانتینرونو درېدلو له امله له درنو مالي زیانونو او جریمو سره مخ شوي دي. ځینو سوداګرو خپل مالونه د اضافي لګښتونو په بدل کې مالیزیا، هند او اندونیزیا ته انتقال کړي دي.

د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوي
اقتصادي شنونکي باور لري چې د منځني ختیځ جګړه، د سیمې سیاسي ترینګلتیا او د ترانزیټي لارو محدودېدو د افغانستان اقتصاد ته زیان رسولی دی.
د دوی په وینا، د پاکستان کراچۍ او واګه بندرونه، د ایران چابهار او بندر عباس، او د اماراتو جبل علي بندر د افغانستان لپاره مهم ترانزیټي مسیرونه وو، خو اوس د جګړې او امنیتي ستونزو له امله له خنډونو سره مخ دي.
په همدې حال کې، یو شمېر هېوادوال وایي چې د سوداګریزو لارو د محدودېدو له امله په بازارونو کې د خوراکي او لومړنیو توکو بیې لوړې شوې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، اوس مهال ډېری سوداګر اړ شوي چې خپل توکي د شمالي لارو او د منځنۍ اسیا هېوادونو له لارې افغانستان ته وارد کړي.



