د افغان حجیانو د لېږد بهیر بشپړ شو؛ ۳۰ زره حاجیان سعودي عربستان ته رسېدلي

د افغان حجیانو د لېږد بهیر په رسمي ډول بشپړ شوی او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، سږ کال ټول ۳۰ زره افغان حاجیان سعودي عربستان ته رسېدلي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، حاجیان د آریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو له لارې په ۹۷ الوتنو کې مدینې منورې او مکې معظمې ته انتقال شوي دي.
د افغان حجیانو د لېږد بهیر په دوو پړاوونو کې ترسره شو
وزارت ویلي، د لېږد بهیر په دوو مرحلو کې تنظیم شوی و؛ په لومړي پړاو کې نږدې ۱۵ زره حاجیان مدینې منورې ته او په دویم پړاو کې څه باندې ۱۵ زره نور مکې معظمې ته ولېږدول شول.
چارواکي وایي، دا مهال ټول افغان حاجیان په مکه معظمه کې د حج مراسمو ته چمتووالی نیسي.
د حاجیانو لپاره د اسانتیاوو ډاډ ورکړل شو
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي، د افغان حجیانو د لېږد بهیر ترڅنګ یې د حاجیانو د خدمت، روغتیايي اسانتیاوو، لارښوونې او نورو اړینو همغږیو لپاره هم لازم تدابیر نیولي دي.
وزارت زیاته کړې چې د حج مراسمو له پای ته رسېدو وروسته به د حاجیانو د بېرته راستنېدو بهیر هم په منظم او خوندي ډول ترسره شي.
د لوی اختر لومړۍ ورځ هم اعلان شوې
بلخوا د افغانستان سترې محکمې اعلان کړی چې د ذوالحجې میاشت پیل شوې او د راتلونکې اوونۍ چهارشنبه، چې د غبرګولي له شپږمې نېټې سره برابره ده، د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.
د افغان حجیانو د لېږد بهیر داسې مهال بشپړېږي چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو میلیونونه مسلمانان د حج مراسمو لپاره سعودي عربستان ته رسېدلي دي.



