
په داسې حال کې چې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري، کوېټي چارواکي وایي د پر کوېټ نړیوال هوايي ډګر برید له امله لږ تر لږه یو کس وژل شوی او له ۶۰ زیات نور کسان ټپیان شوي دي.
د کوېټ د دفاع وزارت ویاند د چهارشنبې ورځې دغه پېښه «د ایران له لوري تېری» بللی او ویلي یې دي چې په برید کې د هوايي ډګر ځینې تاسیسات او دیپلوماتیک ماموریتونه هم زیانمن شوي دي.
خو د ایران سپاه پاسداران د برید مسؤلیت رد کړی او ادعا یې کړې چې رامنځته شوی زیان د امریکا د توغندیو ضد دفاعي سیستم د تخنیکي تېروتنې له امله رامنځته شوی دی.
بل لور ته د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) د ایران دا ادعا ناسمه بللې او ټینګار یې کړی چې برید په قصدي او له مخکې پلان شوي ډول ترسره شوی دی.
پر کوېټ نړیوال هوايي ډګر برید، د برید قربانیان او د هند غبرګون
د راپورونو له مخې، هغه کس چې په برید کې وژل شوی، یو هندي وګړی و. د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د پېښې غندنه کړې او ویلي یې دي چې یو شمېر نور هندي اتباع هم په دې برید کې ټپیان شوي دي. پر کوېټ نړیوال هوايي ډګر برید
د هند حکومت له ټولو ښکېلو لورو غوښتي چې د تاوتریخوالي له زیاتېدو ډډه وکړي او د سیمې امنیت ته زیان رسوونکي اقدامات پای ته ورسوي.
کوېټ د ایران دیپلوماتان احضار کړل
له برید وروسته د کوېټ بهرنیو چارو وزارت دوه ایراني دیپلوماتان احضار کړي او له هغوی یې غوښتي چې د ۲۴ ساعتونو په موده کې له دغه هېواد څخه ووځي.
همداراز د ایران شارژدافیر هم د وضاحت ورکولو لپاره د کوېټ د بهرنیو چارو وزارت ته وربلل شوی دی.
سعودي عرب برید وغنده
سعودي عرب هم د کوېټ او بحرین پر ضد وروستي بریدونه غندلي دي.
د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د سیمې د هېوادونو پر حاکمیت هر ډول برید د منلو وړ نه دی او دا ډول اقدامات د خلیج سیمې امنیت او ثبات ته جدي ګواښ پېښوي.
ریاض ټینګار کړی چې دا ډول پېښې د سیمې د کړکېچ د کمولو او د سولې د هڅو پر وړاندې خنډونه جوړوي.
د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ نوی پړاو
د راپورونو له مخې، وروستی تاوتریخوالی وروسته له هغې زیات شو چې امریکا اعلان وکړ د عمان په خلیج او هرمز تنګي کې یې د ایران اړوند ځینې اهداف په نښه کړي دي. پر کوېټ نړیوال هوايي ډګر برید
سینټکام ویلي وو چې یوې بېړۍ ته یې خبرداری ورکړی و، خو وروسته یې د «ځاندفاع» په چوکاټ کې پوځي اقدام ترسره کړ.
ایران بیا دا اقدامات د نړیوالو اصولو خلاف بللي او خبرداری یې ورکړی چې د هرمز تنګي امنیت ګډوډول به د امریکا لپاره درنې پایلې ولري.
د اوربند خبرې له خنډ سره مخ دي
دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته شوې چې د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند او احتمالي هوکړې په اړه روانې خبرې له ستونزو سره مخ شوې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې تهران د یوې هوکړې لېوالتیا لري، خو د دواړو لورو ترمنځ لا هم د اتومي پروګرام، بندیزونو او د هرمز تنګي د وضعیت په اړه اختلافات موجود دي.
بل لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې واشنګټن په دوامداره توګه خپل دریځ بدلوي او د مذاکراتو پر مهال نوې غوښتنې مطرح کوي.
د سیمې د امنیت په اړه اندېښنې
شنونکي وایي د پر کوېټ نړیوال هوايي ډګر برید او د خلیج په سیمه کې وروستي پوځي تحرکات ښيي چې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ لا هم د خطرناک پړاو په لور روان دی. پر کوېټ نړیوال هوايي ډګر برید
د دوی په باور، که روانې شخړې د ډیپلوماسۍ له لارې مهار نه شي، نو د خلیج سیمه به له لا ډېرو امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخ شي او د نړیوالو انرژۍ بازارونو پر ثبات به هم اغېز وکړي. پر کوېټ نړیوال هوايي ډګر برید



