سیمه‌ییز

د هرات نوی ښاري ماسټر پلان د تصویب وروستي پړاو ته ورسېد

د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت اعلان کړی چې د هرات نوی ښاري ماسټر پلان د ټولو تخنیکي، مسلکي او قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته نهایی شوی او د وروستي تصویب لپاره د ریاست‌الوزرا دفتر ته سپارل شوی دی.

د وزارت په وینا، دا پلان د هرات ښار د اوسنیو اړتیاوو، راتلونکې پراختیا او ښاري ظرفیتونو د هر اړخیزو مطالعاتو پر بنسټ چمتو شوی او تمه ده چې د تصویب له ترلاسه کولو وروسته به د ښار د منظمې پراختیا لپاره د رسمي لارښود سند په توګه وکارول شي.

د هرات نوی ښاري ماسټر پلان څه رانغاړي؟

د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت ویلي چې د دې سند په جوړولو کې د ملي جامع پلانونو او ښاري مطالعاتو ریاست متخصصینو د هرات ولایتي ادارې، د ښاري پراختیا ریاست او د ښاروالۍ له اړوندو ادارو سره په ګډه کار کړی دی.

د پلان په چوکاټ کې د ښار د بېلابېلو برخو د پراختیا لپاره ځانګړې ساحې په پام کې نیول شوې دي، چې پکې د استوګنې سیمې، سوداګریز او مخلوط زونونه، صنعتي او اداري مرکزونه، تعلیمي او روغتیايي تاسیسات، لوژستیکي او تفریحي ساحې، شنې سیمې، کرنیزې ځمکې، ښاري ترانسپورتي شبکې او تاریخي او فرهنګي ځایونه شامل دي.

د اقتصادي ودې او پانګونې لپاره نوې زمینه

د وزارت چارواکي باور لري چې د د هرات نوی ښاري ماسټر پلان عملي کېدل به په ښار کې د منظمې ښاري ودې ترڅنګ د کورنیو او بهرنیو پانګونو د جذب لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړي.

دا هم ولولئ:  فصیح الدین فطرت: اسلام اباد په افغانستان کې د ټي ټي پي موجودیت نه ثابتولی

د دوی په خبره، د دې پلان له لارې به د زیربنايي پروژو پلي کېدل چټک شي، د کار نوي فرصتونه به رامنځته شي او د هرات اقتصادي فعالیتونه به پراخ شي.

هرات د منظمې ښاري پراختیا پر لور

هرات د افغانستان له مهمو تاریخي، فرهنګي او اقتصادي ښارونو څخه ګڼل کېږي او په وروستیو کلونو کې یې ښاري پراختیا او نفوس د پام وړ زیات شوی دی. له همدې امله، د نوي ماسټر پلان جوړول د ښار د راتلونکو کلونو د منظمې ودې لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.

ټاکل شوې چې د لوړو دولتي مراجعو له وروستي تصویب وروسته، د هرات نوی ښاري ماسټر پلان د ښار د رسمي پراختیايي سند په توګه نافذ شي او په راتلونکو کلونو کې د زیربنايي، خدماتي او پراختیايي پروژو د طرحې او عملي کېدو بنسټ جوړ کړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button