اقتصاد او سوداګري

د ټاپي نللیکه؛ په افغانستان کې د پروژې ۹۱ کیلومتره بشپړ او ۱۳۰ کیلومتره نور چمتو شوي

د طالبانو حکومت وايي، د د ټاپي نللیکه د عملي چارو په لړ کې تر اوسه د افغانستان په خاوره کې ۹۱ کیلومتره پایپونه غځول شوي او د پروژې د پاتې برخو کار هم په چټکۍ روان دی.

د چارواکو په وینا، سربېره پر دې، د نللیکې لپاره ۱۳۰ کیلومتره مسیر هم هوار او د پایپونو د غځولو لپاره چمتو شوی دی.

د ټاپي نللیکه له کومو ولایتونو تېرېږي؟

د پلان له مخې، د ټاپي نللیکه به په لومړي پړاو کې د ترکمنستان له پولې د هرات تر صنعتي پارک پورې وغځېږي. وروسته به دا ستره انرژۍ پروژه له فراه، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تېره شي او د پاکستان د بلوچستان ایالت له لارې به خپل مسیر ته دوام ورکړي.

ترکمنستان له خپلې خاورې د افغانستان تر پولې پورې د نللیکې د جوړولو چارې بشپړې کړې دي. د ترکمنستان له پولې څخه د هرات تر صنعتي پارک پورې شاوخوا ۱۵۳ کیلومتره واټن دی او ټاکل شوې چې د ۲۰۲۶ کال تر پایه پورې نللیکه همدې سیمې ته ورسېږي.

د ټاپي پروژې اقتصادي ارزښت

د ټاپي نللیکه د سیمې له مهمو اقتصادي او انرژۍ پروژو څخه شمېرل کېږي. ټاکل شوې چې د دې پروژې له لارې هر کال نږدې ۳۳ میلیارد متر مکعب طبیعي ګاز د ترکمنستان له زېرمو څخه افغانستان، پاکستان او هند ته ولېږدول شي.

د نللیکې ټول اوږدوالی د هند تر پولې پورې شاوخوا ۱۸۰۰ کیلومتره اټکل شوی دی.

اقتصادي شنونکي باور لري، که د ټاپي نللیکه په بشپړه توګه عملي شي، افغانستان به یوازې د حق‌العبور له درکه هر کال شاوخوا ۴۰۰ میلیون ډالر عاید ترلاسه کړي. سربېره پر دې، دا پروژه به د سیمه‌ییز اتصال، انرژۍ لېږد، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره هم مهم فرصتونه رامنځته کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button