افغانستان

پر افغانستان د پاکستان د بریدونو ادعا؛ اسلام‌اباد د ۲۹ وسله‌والو د وژلو خبر ورکړ

پر افغانستان د پاکستان د بریدونو ادعا؛ پاکستان ادعا کړې چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ هدفي بریدونه کړي او په دغو عملیاتو کې یې د «جماعت الاحرار» او «فتنه الخوارج» اړوند ۲۹ وسله‌وال وژلي دي. دا ادعا وروسته له هغې مطرح شوې چې په کراچۍ ښار کې د پاکستان پر رینجر ځواکونو برید وشو.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ویلي، امنیتي ځواکونو لومړی د افغانستان او پاکستان پولې ته نږدې ځمکني عملیات ترسره کړل او وروسته یې هدفي بریدونه وکړل. د هغه په وینا، بریدونه د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو په درېیو بېلابېلو هدفونو ترسره شوي دي.

پاکستان د «فتنه الخوارج» اصطلاح د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د غړو لپاره کاروي.

download

پاکستان د عملیاتو جزییات خپاره کړل

د عطاالله تارړ په وینا، دا عملیات د «غضب للحق» تر نوم لاندې ترسره شوي او د جون د ۲۸مې او ۲۹مې په شپه د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د جماعت الاحرار او تحریک طالبان پاکستان پر پټنځایونو متمرکز وو.

هغه ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې ۲۵ وسله‌وال وژل شوي، د وسلو او مهماتو زېرمې یې له منځه وړل شوې او د باجوړ ولسوالۍ په پوله کې د استخباراتي عملیاتو پر مهال د «خان فروش» یا «زبل» په نوم د وسله‌والو یو قوماندان له درېیو نورو کسانو سره یوځای وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

دا هم ولولئ:  شنونکي: طالبانو ته د ملت د ګټو پرځای خپلې ګټې مقدمې دي

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) هم ویلي چې د کراچۍ د ګلستان جوهر په سیمه کې د رینجر ځواکونو پر مرکز د برید مسوولیت د جماعت الاحرار ډلې پر غاړه دی. د پوځ په وینا، په ځوابي عملیاتو کې درې بریدګر وژل شوي او یو بل ژوندی نیول شوی دی. پر افغانستان د پاکستان د بریدونو ادعا

امنیتي سرچینو ادعا کړې چې نیول شوي کس خپل نوم عثمان علي ښودلی او ویلي یې دي چې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د افغانستان له جلال‌اباد څخه پاکستان ته تللی دی.

د طالبانو حکومت غبرګون

پر افغانستان د پاکستان د بریدونو ادعا په اړه د طالبانو حکومت رسمي دریځ څرګند کړ او یلي یې دي چې په دې بریدونو کې اکثره قربانیان ښځې او ماشومان دي.

عطاالله تارړ ویلي، دغه عملیات په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او کراچۍ کې د وروستیو امنیتي بریدونو په غبرګون کې ترسره شوي او پاکستان به د «عزم استحکام» عملیاتو تر چتر لاندې د ترهګرۍ ضد اقداماتو ته دوام ورکړي.

Screenshot 2026 06 29 084735

د کابل او اسلام‌اباد اړیکې لا هم د امنیتي اندېښنو تر سیوري لاندې دي

پر افغانستان د پاکستان د بریدونو ادعا په داسې وخت کې کېږي چې اسلام‌اباد تر دې مخکې هم د افغانستان پولې ته نږدې د ورته بریدونو ادعاوې کړې وې او ویلي یې وو چې په هغو عملیاتو کې ۲۶ وسله‌وال وژل شوي دي. پر افغانستان د پاکستان د بریدونو ادعا

په همدې حال کې چین هڅه کوي د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې ښې کړي. بیجینګ د روان کال په اپرېل میاشت کې د چین په اورومچي ښار کې د دواړو لورو د استازو د لومړۍ غونډې کوربه‌توب وکړ او اوس د دویمې غونډې د جوړېدو لپاره هم هڅې روانې دي. پر افغانستان د پاکستان د بریدونو ادعا

دا هم ولولئ:  روسیې په خپل ګاونډیو هیوادونو کې د ناټو پر فعالیتونو د سختو بندیزونو غوښتنه کړې

د امنیتي چارو شنونکي باور لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي امنیت، وسله‌والو ډلو او متقابلو تورونو موضوع لا هم د کابل او اسلام‌اباد په اړیکو کې له مهمو او لانجمنو مسایلو څخه ده.

ap24281004303491

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button