پاکستان ته د حامد کرزي غبرګون؛ ستاسو یرغل به تاسې ته ښې پایلې ونه لري

پاکستان ته د حامد کرزي غبرګون؛ د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له لوري د افغانستان پر ځینو سیمو د ترسره شویو هوايي بریدونو په اړه غبرګون ښودلی او دا یې د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه او د نړیوالو اصولو خلاف اقدام بللی دی.
کرزي په یوه اعلامیه کې ویلي، د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو پر استوګنیزو سیمو بریدونه د منلو وړ نه دي او په سختو ټکو یې غندلي دي.
پاکستان ته د حامد کرزي غبرګون؛ د بریدونو غندنه
د پخواني ولسمشر په وینا، د دغو بریدونو له امله د وژل شویو کسانو کورنیو ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي، وژل شویو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د ژر روغتیا دعا کوي. پاکستان ته د حامد کرزي غبرګون
هغه یو ځل بیا پر پاکستان غږ کړی چې د تقابل او د افراطیت پر وړاندې له دوهګوني چلند څخه لاس واخلي او د افغانستان سره خپلې اړیکې د ښه ګاونډیتوب، متقابل احترام او نړیوالو اصولو پر بنسټ تنظیم کړي.
پاکستان د څه ادعا کوي؟
د پاکستان حکومت ادعا کړې چې د افغانستان په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې یې هدفي هوايي بریدونه کړي او په ترڅ کې یې ۲۹ وسلهوال وژلي دي.
خو د یادو ولایتونو ځايي سرچینې دا ادعا ردوي او وایي، په بریدونو کې وژل شوي کسان ملکي وګړي دي. د کونړ ځايي سرچینو هم ویلي چې په دغه ولایت کې هوايي بریدونو انساني مرګژوبله نه ده اړولې، خو د یوه ملکي وګړي شاوخوا ۳۰ سره څاروي پکې له منځه تللي دي.
تر اوسه د طالبانو حکومت د پاکستان د دغو وروستیو ادعاوو او بریدونو په اړه رسمي او تفصیلي دریځ نه دی خپور کړی.



