د افغاني ډبرو لومړنۍ محموله امریکا ته صادره شوه

د افغاني ډبرو لومړنۍ محموله د هرات ولایت له زندهجان ولسوالۍ څخه امریکا ته صادره شوه. د طالبانو د حکومت د هرات ولایت ویاند، محمدیوسف سعیدي، ویلي چې دغه محموله د استخراج، پروسس او نړیوالو صادراتي معیارونو سره سم له بستهبندۍ وروسته د یوه خصوصي شرکت له لوري امریکا ته لېږل شوې ده.
د نوموړي په وینا، د صادر شوې محمولې ټولیز ارزښت شاوخوا ۱۰۰ زره امریکایي ډالره دی، او دا د افغاني کاني محصولاتو لپاره نړیوال بازار ته د لاسرسي په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.
د افغاني ډبرو لومړنۍ محموله د صادراتو لپاره مهم پرمختګ
د هرات د زندهجان ولسوالۍ توره ډبره د افغانستان له مهمو کاني محصولاتو څخه ګڼل کېږي. چارواکي وایي، د دغې ډبرې د استخراج، پروسس او معیاري بستهبندۍ له بشپړېدو وروسته یې لومړنۍ محموله امریکا ته واستول شوه.
تر دې وړاندې هم افغانستان د انارو اوبه، مربا او اچار امریکا ته صادر کړي وو، خو د افغاني ډبرو لومړنۍ محموله د کانونو د صادراتو په برخه کې یو نوی پرمختګ ګڼل کېږي.
اقتصادي کارپوهان د صادراتو پراختیا مهمه بولي
اقتصادي کارپوهان باور لري چې د افغاني کاني محصولاتو نړیوالو بازارونو ته رسېدل کولی شي د هېواد صادرات پراخ کړي او د افغانستان لپاره نوي سوداګریز فرصتونه رامنځته کړي.
د دوی په وینا، که د کانونو استخراج، پروسس او صادرات په شفاف، معیاري او دوامدار ډول مدیریت شي، نو دا به د ملي عوایدو په زیاتوالي، د کاري فرصتونو په رامنځته کېدو او د افغانستان د اقتصادي ودې په چټکتیا کې مهم رول ولوبوي.
د کارپوهانو په باور، د افغاني ډبرو لومړنۍ محموله امریکا ته صادرېدل ښيي چې د افغانستان کاني محصولات د نړیوالو بازارونو د جلبولو وړتیا لري او په راتلونکې کې د صادراتو د لا پراختیا زمینه هم برابروي.



