ساینس، ټیکنالوژي او لوبوالي – وروستي لاسته راوړنې او خبرونهاقتصاد او سوداګري

کابل کې د معلوماتي ټکنالوژي نندارتون؛ ۱۰ میلیون ډالري قراردادونو او تفاهم‌لیکونو سره پای ته ورسېد

کابل کې د معلوماتي ټکنالوژي نندارتون د پنځو ورځو له بریالي ترسره کېدو وروسته د شاوخوا ۳۰ قراردادونو او تفاهم‌لیکونو په لاسلیک پای ته ورسېد، چې ټولیز ارزښت یې نږدې ۱۰ میلیون امریکایي ډالرو ته رسېږي. چارواکي وایي، دغه نندارتون د هېواد د ټکنالوژۍ، پانګونې او ډیجیټلي خدمتونو د پراختیا لپاره مهم ګام بلل کېږي.

دا نندارتون د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په نوښت د افغانستان د نړیوالو نندارتونونو په مرکز کې جوړ شوی و، چې پکې نږدې ۲۰۰ کورنیو او بهرنیو شرکتونو خپل محصولات، خدمات او نوښتونه نندارې ته وړاندې کړل. د وزارت د معلوماتو له مخې، د نندارتون په پنځو ورځو کې شاوخوا ۱۵۰ زره کسانو ترې لیدنه کړې ده. کابل کې د معلوماتي ټکنالوژي نندارتون

د مصنوعي ځیرکتیا او ډیجیټلي حکومتولۍ پر پراختیا ټینګار

د کابل کې د معلوماتي ټکنالوژي نندارتون د پای مراسمو کې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت، وویل چې مصنوعي ځیرکتیا (AI)، ډیجیټلي حکومتولي، د مخابراتي خدمتونو پراختیا او د معلوماتو امنیت کولای شي د دولتي ادارو فعالیتونه اغېزمن او شفاف کړي. کابل کې د معلوماتي ټکنالوژي نندارتون

هغه زیاته کړه، افغانستان باید د اسلامي او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې له نوې ټکنالوژۍ ګټه واخلي، څو د خلکو لپاره عامه خدمتونه ښه او اداري شفافیت پیاوړی شي.

د آنلاین خدماتو نوی سیستم هم پرانیستل شو

د نندارتون ترڅنګ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د «راکړو ورکړو د لارښود آنلاین سیستم» هم پرانیست، چې موخه یې د خدماتو ډیجیټلي کول او د خلکو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، مجیب‌الرحمن شیرزاد، وویل چې په هېواد کې ډېری سوداګریز فعالیتونه لا هم په دودیز ډول ترسره کېږي او که افغان سوداګر غواړي د سیمې او نړۍ په بازارونو کې سیالي وکړي، نو د نوې ټکنالوژۍ کارول ورته اړین دي.

چارواکي: د ټکنالوژۍ پراختیا به دوام وکړي

د عدلیې وزارت مسلکي مرستیال، عبدالحکیم حیدر، وویل چې د ټکنالوژۍ پراختیا باید د اسلامي احکامو او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې ترسره شي.

بلخوا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، حافظ محمدامین جان عمري، وویل چې وزارت به د پانګونې د جلب، نوښتونو د ملاتړ او د ټکنالوژۍ د ودې لپاره په راتلونکې کې هم ورته نندارتونونه جوړ کړي.

د کابل کې د معلوماتي ټکنالوژي نندارتون د ۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت د قراردادونو او تفاهم‌لیکونو په لاسلیک پای ته رسېدل د دې ښکارندويي کوي چې په افغانستان کې د معلوماتي ټکنالوژۍ، ډیجیټلي خدمتونو او خصوصي پانګونې پر پراختیا تمرکز مخ په زیاتېدو دی، او تمه کېږي چې دا ډول نندارتونونه د ټکنالوژۍ او اقتصادي ودې لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.ش

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button