نړیوال خبرونه – د نړۍ له کنجونو مهمې پیښې او رپوټونه

ټرمپ د ایران برید وځنډاوه؛ د احتمالي هوکړې په هیله یې د پوځي برید پلان لغوه کړ

ټرمپ د ایران برید وځنډاوه؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې پر ایران یې پلان شوی پوځي برید د احتمالي هوکړې د رامنځته کېدو په هیله ځنډولی او وایي، که موافقه ژر وروستۍ شي، نو د برید اړتیا به پاتې نه شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشل» کې لیکلي، امریکا د ایران پر ضد د پراخ پوځي اقدام بشپړ چمتووالی درلود، خو د ایران او یو شمېر منځني ختیځ هېوادونو له غوښتنې وروسته یې پرېکړه کړې چې برید وځنډوي او د خبرو اترو پایلو ته فرصت ورکړي. ټرمپ د ایران برید وځنډاوه

ټرمپ ویلي، د احتمالي هوکړې په چوکاټ کې به د هرمز تنګي بشپړ پرانیستل، د ایران د اټومي ګواښ پای ته رسول او د کړکېچ کمول شامل وي. هغه زیاته کړې چې که دا هوکړه ژر عملي شي، امریکا به خپل پوځي برید لغوه وساتي.

ټرمپ د ایران برید وځنډاوه، ټرمپ: اسرائیل هم د دې پرېکړې ملاتړ کوي

د ټرمپ په وینا، اسرائیل هم د دې نوښت ملاتړ کړی او واشنګټن غواړي د جګړې پر ځای د سیاسي حل له لارې روان کړکېچ پای ته ورسوي. هغه ټینګار کړی چې دا پرېکړه د نړۍ د ثبات او د ایران د راتلونکي په ګټه شوې، خو شرط یې دا دی چې هوکړه باید په چټکۍ وروستۍ شي.

Untitled design 5

ایران لا رسمي غبرګون نه دی ښودلی

تر اوسه د ایران حکومت د ټرمپ د دې ادعاوو په اړه رسمي دریځ نه دی اعلان کړی. په ورته وخت کې ایراني چارواکو مخکې خبرداری ورکړی و چې که امریکا نوی پوځي برید وکړي، تهران به سخت غبرګون وښيي او د سیمې د انرژۍ او امنیتي تاسیساتو د هدف ګرځولو احتمال شته.

ټرمپ د ایران برید وځنډاوه، د سیمې هېوادونه د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتونکي دي

د راپورونو له مخې، سعودي عربستان، قطر، متحده عربي امارات، پاکستان او یو شمېر نورو سیمه‌ییزو هېوادونو د کړکېچ د لا زیاتېدو د مخنیوي غوښتنه کړې او هڅه کوي د ډیپلوماټیک حل لپاره زمینه برابره کړي. همداراز، د هرمز تنګي امنیت او د نړیوالو انرژۍ لارو پرانیستل د خبرو مهمه برخه ګڼل کېږي. ټرمپ د ایران برید وځنډاوه

که څه هم ټرمپ وایي د برید پلان یې ځنډولی، خو امریکايي چارواکي ټینګار کوي چې که خبرې ناکامې شي او یا ایران پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي، ټول پوځي انتخابونه لا هم پر مېز پاتې دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button