تخار کې ۵۰۰ کیلو نشه يي توکي کشف او ضبط شوي

تخار کې ۵۰۰ کیلو نشه يي توکي کشف او ضبط شوي. امنیتي چارواکي وايي، په تخار کې د تېرو دوو ورځو پر مهال د څو عملیاتو په ترڅ کې له ۵۰۰ کیلوګرامو ډېر تریاک او چرس کشف او ضبط شوي دي. تخار کې ۵۰۰ کیلو نشه يي توکي د دغه ولایت په مرکز او رستاق ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
د یاد شوو توکو ځای پر ځای کېدل
د تخار د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو آمر نقیبالله مسرور ویلي، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت ځواکونو په بېلابېلو عملیاتو کې ۹۷ کیلوګرامه تریاک او ۲۶ کیلوګرامه چرس نیولي دي. تخار کې ۵۰۰ کیلو نشه يي توکي کشف او ضبط شوي
د نوموړي په وینا، یاد نشه يي توکي په موټرو کې ځای پر ځای شوي وو او د پېښو په تړاو د هلمند او تخار ولایتونو ۹ اوسېدونکي هم نیول شوي دي.
په امبولانس کې ۴۲۰ کیلوګرامه تریاک نیول شوي
د تخار امنیتي چارواکي وايي، په دغو عملیاتو کې په یوه شخصي امبولانس کې هم ۴۲۰ کیلوګرامه تریاک کشف او ضبط شوي دي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، د امبولانس په ګډون په ټولو عملیاتو کې نیول شوي توکي ټولټال ۵۴۳ کیلوګرامه کېږي، چې ۵۱۷ کیلوګرامه یې تریاک او ۲۶ کیلوګرامه یې چرس دي.
تخار کې ۵۰۰ کیلو نشه يي توکي په داسې حال کې نیول شوي چې امنیتي چارواکي وايي، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې عملیات په دغه ولایت کې دوام لري.



