نړیوال خبرونه – د نړۍ له کنجونو مهمې پیښې او رپوټونه

ګوترېش: نړۍ کې جګړې نړیوال وضعیت او اقتصاد زیانمن کړي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وايي، په بېلابېلو سیمو نړۍ کې جګړې زیاتېدو نړیوال وضعیت لا پسې خراب کړی او د امنیت شورا ترمنځ اختلافاتو د دې نړیوال بنسټ د اغېزمن فعالیت پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي دي.

ګوترېش د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته تر خپلې وروستۍ وینا مخکې له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي، د شخړو دوام او د نړیوالو قوانینو پرله‌پسې سرغړونې د نړۍ زیانمنو خلکو ته جدي بشري او اقتصادي ستونزې پیدا کړې دي.

د هغه په وینا، د اوکراین جګړه او په منځني ختیځ کې روانې پوځي شخړې د نړیوالو بازارونو پر وضعیت هم اغېز کړی او د خوراکي توکو، کیمیاوي سرې او تېلو د بیو د لوړېدو له عواملو څخه دي.

د جګړو اغېز پر نړیوال اقتصاد

ګوترېش زیاته کړې چې په هرمز تنګي او باب‌المندب کې ناامني، او د منځني ختیځ د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونو د نړیوال اقتصاد پر وضعیت منفي اغېز کړی دی. نوموړي ویلي، د دغو ستونزو له امله په ځانګړي ډول مخ پر ودې هېوادونه له زیات اقتصادي فشار سره مخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي خبرداری ورکړی چې نړۍ کې جګړې یوازې امنیتي ستونزې نه رامنځته کوي، بلکې د انرژۍ، خوراکي توکو او نړیوالې سوداګرۍ پر بازارونو هم اغېز کوي.

د بېوزلو خلکو لپاره درنې پایلې

ګوترېش ویلي، د نړیوالو قوانینو د سرغړونو دوام او د لویو قدرتونو ترمنځ اختلافات داسې وضعیت رامنځته کوي چې د جګړو او بحرانونو تر ټولو درنې پایلې پر بېوزلو او زیانمنو خلکو پرېوځي.

د هغه په وینا، نړۍ کې جګړې د بشري مرستو اړتیاوې هم زیاتې کړې او نړیوالې مرستندویه ادارې یې له اضافي فشارونو سره مخ کړې دي. نوموړي ټینګار کړی چې د شخړو د دوام اغېزې له جګړه‌ځپلو سیمو څخه هاخوا هم د نړیوال اقتصاد او بشري وضعیت پر شرایطو اغېز کوي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button