د دوحې بهیر؛ قطر د افغانستان د نړیوالې اجنډا پر سر د پاتې کېدو غوښتنه وکړه

قطر ټینګار کړی چې افغانستان باید د نړیوالې ټولنې د اجنډا په سر کې پاتې شي او د افغانانو د ستونزو د حل لپاره باید ډیپلوماټیکې هڅې او بشري ملاتړ زیات شي.
دا څرګندونې د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه د تماس ډلې په غونډه کې شوې دي. دغه غونډه د ملګرو ملتونو د ۸۱مې عمومي غونډې په څنډه کې په نیویارک کې جوړه شوې وه.
د دوحې بهیر باید دوام وکړي
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي ویلي، د اسلامي همکاریو سازمان غړي باید د افغانستان په اړه ګډ کار، رښتینې خبرې او ملاتړ ته دوام ورکړي.
الخلیفي د دوحې بهیر پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې قطر د افغانستان له سرپرستو چارواکو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د رغنده تعامل ملاتړ کوي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه هېواد له ۲۰۲۳ کال راهیسې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان په اړه د دوحې بهیر د ځانګړو استازو د ناستو کوربهتوب هم کړی دی.
د دوحې بهیر او د افغانستان بشري ملاتړ
قطر وايي، د ډیپلوماټیکو هڅو ترڅنګ په افغانستان کې خپلو بشري او پراختیايي فعالیتونو ته هم دوام ورکوي.
د الخلیفي په وینا، د ښځو، نجونو او ځوانانو زدهکړې او کار ته ځانګړې پاملرنه کېږي. هغه همداراز ټینګار کړی چې د اسلامي همکاریو سازمان غړي باید د افغانستان د بشري اړتیاوو د پوره کولو او د نړیوالو هڅو د پیاوړتیا لپاره ګډ کار وکړي.
د قطر چارواکو ویلي چې د دوحې بهیر دوام او د افغانستان په اړه نړیواله همغږي کولی شي د ډیپلوماټیکو هڅو، بشري مرستو او د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د سرپرستو چارواکو ترمنځ د تعامل لپاره زمینه برابره کړي.



