سیمه‌ییز

کونړ کې روغتیايي مرکز؛ ودانۍ یې د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوه

کونړ کې روغتیايي مرکز ته د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه؛ چارواکي وايي، شاوخوا ۳ زره کسان به ترې روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي.

د سرکاڼو ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته نوې ودانۍ جوړه شوه

د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې یوه روغتیايي مرکز ته د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، کونړ کې روغتیايي مرکز د سرکاڼو ولسوالۍ په ګنجګل سیمه کې موقعیت لري او نوې ودانۍ یې د یو شمېر اسیایي او اروپایي هېوادونو په مالي ملاتړ جوړه شوې ده.

چارواکي وايي، د دې مرکز په فعالېدو سره به د سیمې شاوخوا ۳ زره اوسېدونکي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي.

د کونړ د عامې روغتیا رئیس قاري مظفر مخلص د ودانۍ د پرانیستې پر مهال ویلي، هڅه کېږي چې د ولایت په لرو پرتو او محرومو سیمو کې روغتیايي خدمتونه پراخ شي.

لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو پراختیا

د چارواکو په وینا، کونړ کې روغتیايي مرکز ته د نوې ودانۍ جوړېدل د سیمې اوسېدونکو ته روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې اسانتیا رامنځته کوي.

د کونړ مرستیال والي مولوي عبدالله حقاني هم د مرکز د پرانیستې پر مهال ویلي چې د خلکو لپاره د خدمتونو او رغنیزو پروژو د پراختیا هڅې روانې دي.

د چارواکو په خبره، کونړ کې روغتیايي مرکز به د سرکاڼو ولسوالۍ د ګنجګل سیمې زرګونو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button