افغانستانسیاست

د افغانستان په اړه د ایران او پاکستان خبرې؛ د مسکو غونډې ته څه تیاری نیول کېږي؟

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ تر اتمې غونډې مخکې د ایران او پاکستان استازو د وروستیو تحولاتو او ګډو اندېښنو په تړاو خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا برخې مسوول محمد رضا بهرامي د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره کتلي او د افغانستان او سیمې پر وروستیو تحولاتو غږېدلي دي.

د افغانستان په اړه د ایران او پاکستان دا خبرې په داسې وخت کې شوې چې په مسکو کې د سیمې د هېوادونو استازي د مسکو فارمټ اتمې غونډې ته تیاری نیسي.

ایران او پاکستان پر وروستیو تحولاتو غږېدلي

بهرامي او محمد صادق په خپلو خبرو کې د افغانستان په اړه پرمختګونه څېړلي او د دواړو هېوادونو د ګډو اندېښنو په تړاو یې نظرونه تبادله کړي دي.

د پاکستان ځانګړي استازي تر دې لیدنې وړاندې د افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړي استازي سره هم کتلي وو.

دغه ډیپلوماتیکې کتنې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ د اتمې غونډې تر ترسره کېدو مخکې شوې دي.

د مسکو فارمټ په اجنډا کې څه دي؟

ټاکل شوې د مسکو فارمټ اتمه غونډه د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د سیمې د هېوادونو د ځانګړو استازو او لوړپوړو چارواکو په ګډون ترسره شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په غونډه کې به د افغانستان په اړه پر یو شمېر سیاسي، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو بحث وشي.

د افغانستان او سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو پراختیا، د ترهګرۍ او نشه‌یي توکو پر وړاندې ګډه مبارزه او نورې سیمه‌ییزې موضوعګانې د غونډې د بحثونو برخه بلل شوې ده.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button