ټرانس افغان پروژه؛ د پنځو هېوادونو د همغږۍ هڅې

ټرانس افغان پروژه؛ د افغانستان، قزاقستان، ازبکستان، پاکستان او ایران چارواکو په استانې کې د رېللارې د جوړولو، تمویل او سیمهییزې همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
په غونډه کې د قزاقستان د ترانسپورټ وزیر نورلان ساورانبایف او د افغانستان د رېللارو ادارې عمومي رییس عبدالکریم فاتح ګډون کړی و.
د ازبکستان د ترانسپورټ او لوژستیکي څېړنو مرکز رییس بیکزود خلمتوف، د پاکستان د مخابراتو وزارت فدرالي منشي علي شېر محسود او د ایران د لارو او ښاري پراختیا وزیرې فرزانه صادق هم په خبرو کې برخه اخیستې وه. ټرانس افغان پروژه
د غونډې اصلي موضوع د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د رېللارې د پروژې عملي کېدل او د ټرانسافغان ترانسپورټي دهلېز پراختیا وه.
ګډونوالو د پروژې اوسنی وضعیت، د رېللارې د مسیرونو همغږي او د اړینو زیربناوو د جوړولو موضوعات وڅېړل.
هغوی د بار وړلو د امکاناتو، د پروژې د تمویل او د احتمالي پانګهوالو د راجلبولو په اړه هم خبرې وکړې.
د قزاقستان وزیر: له خبرو باید عملي اقداماتو ته ولاړ شو
د قزاقستان د ترانسپورټ وزیر نورلان ساورانبایف ویلي، د سیمې هېوادونه د ټرانسافغان دهلېز د پراختیا او د منځنۍ او جنوبي اسیا د رېللارې د پلي کېدو لپاره ګډه لېوالتیا لري. ټرانس افغان پروژه
نوموړي ټینګار کړی چې هېوادونه باید له خبرو څخه عملي اقداماتو ته ولاړ شي.
د هغه په وینا، د دې پروژې عملي کېدل به د سیمې ترمنځ د ترانسپورټ نوې لاره رامنځته کړي او د بار وړلو وړتیا به لوړه کړي.
ساورانبایف زیاته کړې چې دغه دهلېز به د اړوندو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې هم پیاوړې کړي.
د رېللارې پروژه افغانستان ته څه اهمیت لري؟
د ټرانس افغان پروژه له لارې د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د رېللارې د اړیکو پراختیا د افغانستان د ترانزیټي موقعیت لپاره مهمه ګڼل کېږي.
د پروژې له عملي کېدو سره به د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د جنوبي اسیا بازارونو او سمندري بندرونو ته د لاسرسي نوې اسانتیاوې برابرې شي.
همدارنګه، افغانستان کولای شي د سیمې د سوداګریزو توکو د لېږد په یوه مهمه ترانزیټي لاره بدل شي.
خو د دې موخو ترلاسه کول د رېللارې پر جوړولو، د اړینو مالي سرچینو پر برابرېدو او د ګډونوالو هېوادونو پر عملي همکارۍ پورې تړلي دي.
ګډونوالو د ګډ کار پر دوام ټینګار وکړ
د غونډې په پای کې د پنځو هېوادونو استازو د پروژې د عملي کېدو لپاره د ګډ کار پر دوام ټینګار کړی دی.
هغوی د مشخصو ګامونو د پورته کولو او د اړوندو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.
تر اوسه د پروژې د بشپړېدو کره نېټه او د تمویل وروستۍ هوکړه نه ده اعلان شوې. ټرانس افغان پروژه ټرانس افغان پروژه



