د یوناما نوي مشرې او امیرخان متقي د بشري مرستو او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړې

د یوناما نوي مشرې رباب فاطمې او د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغان کډوالو، بشري مرستو، اقتصادي همکاریو، اقلیمي بدلون او دوحې پروسې په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې رباب فاطمې سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا او یو شمېر مهمو بشري، اقتصادي او سیاسي موضوعاتو خبرې شوې دي. د یوناما نوي مشرې
متقي افغانستان ته د رباب فاطمې د راتګ هرکلی کړی او نوموړې ته یې د نوې دندې په ترسره کولو کې د بریا هیله څرګنده کړې ده.
د یوناما نوي مشرې سره د کډوالو او بشري مرستو په اړه خبرې
د بهرنیو چارو وزارت وايي، په لیدنه کې د راستنېدونکو افغان کډوالو د بشري اړتیاوو او د نړیوالو مرستو د اغېزمن تنظیم پر څرنګوالي خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د بشري مرستو او اقتصادي فعالیتونو د سیاسي موضوعاتو څخه پر جلا ساتلو ټینګار کړی دی.
همداراز، د افغانستان د بشري اړتیاوو ترڅنګ د پراختیايي او زیربنايي پروژو د ملاتړ پر زیاتوالي هم بحث شوی دی.
په لیدنه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د راپورونو او ارزونو موضوع هم یاده شوې ده.
د وزارت په وینا، د کره او باوري معلوماتو پر کارولو، د هېواد د وضعیت پر متوازن انعکاس او له اړوندو افغان ادارو سره پر همغږۍ ټینګار شوی دی.
د دوحې پروسه، اقلیمي بدلون او له نشهيي توکو سره مبارزه
د یوناما نوي مشرې او امیرخان متقي د اقلیمي بدلون او اوبو په برخو کې د افغانستان د اړتیاوو او ننګونو په اړه هم خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې برخو کې د همکاریو د پراختیا پر اړتیا ټینګار شوی دی.
د لیدنې بله موضوع د دوحې پروسې په چوکاټ کې د خصوصي سکتور د ملاتړ او له نشهيي توکو سره د مبارزې د کاري ډلو فعالیتونه وو.
دواړو لورو د دغو کاري ډلو د راتلونکو غونډو او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ په اړه د نظرونو تبادله کړې ده.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د کوکنارو د کښت د مخنیوي او له نشهيي توکو سره د مبارزې په برخه کې د ترسره شویو هڅو ستاینه هم شوې ده.
د لیدنې په پای کې د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ د متقابل تفاهم، رغنده تعامل او همکاریو د دوام پر اهمیت ټینګار شوی دی.
د یوناما نوي مشرې سره دا لیدنه داسې مهال شوې چې د افغانستان د بشري اړتیاوو، اقتصادي فعالیتونو او نړیوالو همکاریو موضوعات لا هم د کابل او ملګرو ملتونو د خبرو مهمې برخې دي.



