افغانستان کې د لوږې بحران؛ ملګري ملتونه د ۱۹.۲ میلیونه کسانو په اړه خبرداری ورکوي

افغانستان کې د لوږې بحران د پراخېدو په حال کې دی. ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې په راتلونکي ژمي کې به ۱۹.۲ میلیونه کسان له خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ شي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په راتلونکي ژمي کې ښايي په افغانستان کې شاوخوا ۱۹.۲ میلیونه کسان له خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ شي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویاندې، اولګا چېروکو، د سېشنبې په ورځ په ژنیو کې خبریالانو ته د هېواد د خوراکي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. افغانستان کې د لوږې بحران
نوموړې ویلي چې د سپټمبر او اکتوبر ترمنځ شاوخوا ۱۵.۹ میلیونه افغانان د خوړو له بحراني یا تر هغه له ناوړه ناامنۍ سره مخ وو.
د هغې په وینا، دا شمېر د افغانستان د ټول نفوس نږدې درېیمه برخه جوړوي.
له دغو کسانو څخه ۳.۴ میلیونه په بېړني حالت کې وو او اټکل کېږي چې د ژمي په رارسېدو به وضعیت نور هم خراب شي.
افغانستان کې د لوږې بحران؛ پنځه میلیونه کسان له بېړني حالت سره مخ کېدای شي
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، په راتلونکي ژمي کې به د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره د مخ کسانو شمېر ۱۹.۲ میلیونو ته لوړ شي.
له دې ډلې ښايي پنځه میلیونه کسان د خوړو د ناامنۍ بېړنۍ کچې ته ورسېږي؛ داسې وضعیت چې د کورنیو ژوند او روغتیا له جدي خطرونو سره مخ کوي.
اولګا چېروکو ویلي چې په افغانستان کې د خوړو ستونزه یوازې د خوراکي توکو په موجودیت پورې نه ده تړلې، بلکې د خلکو د پېرلو له اقتصادي توان سره هم مستقیم تړاو لري. افغانستان کې د لوږې بحران افغانستان کې د لوږې بحران
د هغې په وینا، ګڼې کورنۍ خوراکي توکو ته لاسرسی لري، خو د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله د کافي او مغذي خوړو د اخیستلو وس نه لري.
تر څلورو میلیونو ډېر ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
د خوړو د خوندیتوب د پړاوونو د مدغمې طبقهبندۍ سیستم (IPC) د وروستي راپور له مخې، اټکل کېږي چې په ۲۰۲۷ کال کې به له څلورو میلیونو ډېر ماشومان د حادې خوارځواکۍ له امله درملنې ته اړتیا ولري.
دغه ماشومان د شپږو میاشتو او پنځو کلونو ترمنځ عمرونه لري.
د ملګرو ملتونو ویاندې ویلي چې له دې ډلې ښايي تر یو میلیون ډېر ماشومان له شدیدې حادې خوارځواکۍ سره مخ شي.
نوموړې څرګنده کړې چې د کلونو جګړو، اقتصادي ستونزو، وچکالۍ او نورو بحرانونو د افغان کورنیو د ستونزو پر وړاندې د مقاومت توان کم کړی دی.
د دې وضعیت له امله ګڼې کورنۍ نه شي کولی خپلو ماشومانو ته کافي او مغذي خواړه برابر کړي.
په همدې حال کې، د بودجې د کمښت له امله په افغانستان کې د خوراکي مرستو او تغذیې اړوند شاوخوا درېیمه برخه مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیتونه درولي دي.
د ملګرو ملتونو ویاندې خبرداری ورکړی چې د دغو حیاتي خدمتونو دوامداره بندېدل، په ځانګړي ډول د ماشومانو لپاره، نه جبرانېدونکې پایلې لرلی شي.
افغانستان کې د لوږې بحران یوازې د خوراکي توکو د کمښت مسئله نه ده؛ بېوزلي، بېکاري، وچکالي او د بشري مرستو کمېدل یې له مهمو عواملو ګڼل کېږي.
ملګري ملتونه اندېښنه لري چې که اړینې بشري مرستې او د خوارځواکۍ د درملنې خدمتونه پیاوړي نه شي، په راتلونکو میاشتو کې به د میلیونونو افغانانو، په ځانګړي ډول ماشومانو، وضعیت نور هم ستونزمن شي.



