افغانستان

افغانستان کې د خوراکي توکو لوړې بیې؛ کورنۍ د اړتیا وړ توکي نه شي پېرلای

د خوراکي توکو لوړې بیې د افغان کورنیو اقتصادي ستونزې زیاتې کړې دي. د اوړو، بورې او غوړیو ګرانۍ خلک د ورځنیو اړتیاوو له پوره کولو پاتې کړي دي.

افغان‌ناو – کابل: د ژمي له رانږدې کېدو سره په افغانستان کې ګڼې کورنۍ د خوراکي موادو او سونګ توکو د پېرلو له ستونزو سره مخ دي. اوسېدونکي وايي، د توکو بیې لوړې دي، خو عایدات یې د ورځنیو لګښتونو لپاره بسنه نه کوي.

د کابل اوسېدونکې مژګان، چې د اووه کسیزې کورنۍ لګښتونه برابروي، وايي د ګرانۍ له امله اړ شوې چې ځینې خوراکي توکي له خپل لېست څخه وباسي.

د هغې په وینا، پخوا یې د اوړو یوه بوجۍ په ۱۲۰۰ افغانۍ پېرله، خو اوس یې بیه ۱۸۰۰ افغانیو ته رسېدلې ده. همدارنګه، د یوې کیلو بورې بیه له ۵۰ څخه شاوخوا ۸۰ افغانیو ته لوړه شوې ده. د خوراکي توکو لوړې بیې

مژګان زیاتوي چې نور د غوښې او چرګ د غوښې د پېرلو وس نه لري.

د خوراکي توکو لوړې بیې د کورنیو ژوند اغېزمن کړی

د لوګر اوسېدونکې ګلثوم هم له اقتصادي ستونزو شکایت کوي. نوموړې وايي، د کار نشتوالي او د توکو ګرانۍ یې د ماشومانو لپاره د مناسبو خوړو برابرول ستونزمن کړي دي.

د هغې په خبره، کورنۍ یې د غوښې او نورو مغذي خوړو پر ځای ډېری وخت ارزانه سبزۍ پېري.

د خوراکي توکو لوړې بیې په ځانګړي ډول هغه خلک اغېزمنوي چې ثابت عاید نه لري او د کورنۍ اړتیاوې په محدودو پیسو پوره کوي.

د افغانۍ له پیاوړتیا سره سره بازارونه ولې ګران دي؟

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د اکټوبر د درېیمې اوونۍ په راپور کې ویلي، که څه هم افغانۍ د ډالر پر وړاندې پیاوړې پاتې شوې، خو د ځینو اساسي خوراکي موادو بیې لا هم لوړې دي.

د راپور له مخې، یو امریکايي ډالر په شاوخوا ۶۴.۹ افغانۍ تبادله کېده، خو د سوداګریزو لارو ستونزو او د وارداتو ځنډېدو د اوړو، وریجو، بورې او غوړیو پر بیو فشار ساتلی دی.

اقتصادي کارپوه اذرخش حافظي وايي، د افغانۍ ثبات په یوازې ځان د بیو د راټیټېدو لپاره کافي نه دی.

د هغه په وینا، د سوداګریزو لارو تړل کېدو او د بدیلو لارو لوړ لګښت د وارداتي توکو پر بیو اغېز کړی دی.

حافظي ټینګار کوي چې د خلکو د پېرلو وړتیا د ښه کېدو لپاره باید کاري فرصتونه زیات او کورنی تولید پیاوړی شي.

بلخوا، د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د سونګ توکو او کرنیزې سرې لوړې بیې هم پر کرنې، ترانسپورټ او کورنیو لګښتونو فشار زیاتوي.

د خوراکي توکو لوړې بیې د ژمي په درشل کې د افغان کورنیو اندېښنې لا پسې زیاتې کړې دي. خلک هیله لري چې د بازارونو وضعیت ښه او د کار زمینه پراخه شي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button