ساینس، ټیکنالوژي او لوبوالي – وروستي لاسته راوړنې او خبرونه

د انسټګرام نوی فیچر؛ کاروونکي به تر ۹۰ دقیقو اوږدې ویډیوګانې خپرې کړي

د انسټګرام نوی فیچر به محتوا جوړوونکو ته د ۹۰ دقیقو ویډیوګانو د خپرولو زمینه برابره کړي. دا اسانتیا اوس په محدود ډول ازمویل کېږي.

انسټاګرام د اوږدو ویډیوګانو د خپرولو لپاره پر یوې نوې اسانتیا کار کوي چې له مخې به یې محتوا جوړوونکي وکولی شي تر ۹۰ دقیقو پورې ویډیوګانې خپرې کړي.

د دې بدلون موخه دا ده چې انسټاګرام یوازې د لنډو ریلز ویډیوګانو شبکه پاتې نه شي، بلکې د پوډکاسټونو، مرکو او نورو اوږدو خپرونو لپاره هم کارول شي.

د انسټاګرام مشر ادم موسېري او د محصولاتو د برخې مرستیالې تېسا لیونز د دې نوې اسانتیا په اړه معلومات شریک کړي دي.

د انسټګرام نوی فیچر څنګه کار کوي؟

د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، محتوا جوړوونکي به وکولی شي خپلې اوږدې ویډیوګانې له لنډو ریلز ویډیوګانو سره ونښلوي.

د بېلګې په توګه، یو کاروونکی به د مرکې یا پوډکاسټ لنډه برخه په ریلز کې وګوري او بیا به د بشپړې خپرونې د لیدلو لپاره اړوندې اوږدې ویډیو ته لاسرسی ومومي. د انسټګرام نوی فیچر

د انسټګرام نوی فیچر په لومړي پړاو کې په برازیل کې له ځینو محتوا جوړوونکو سره ازمویل شوی دی. په امریکا کې هم ټاکل شویو محتوا جوړوونکو ته د ازموینې زمینه برابره شوې ده.

دا اسانتیا تر اوسه ټولو کاروونکو ته نه ده وړاندې شوې او د عمومي فعالېدو کره نېټه یې هم نه ده څرګنده.

د ویډیوګانو د تنظیم او عاید ترلاسه کولو امکانات

انسټاګرام د «سریز» یا لړۍ په نوم پر یوې بلې اسانتیا هم کار کوي، څو محتوا جوړوونکي خپلې ویډیوګانې د موضوع او برخو له مخې تنظیم کړي.

دا کار به لیدونکو ته اسانتیا برابره کړي چې د یوې خپرونې بېلابېلې برخې په منظم ډول پیدا او وګوري.

شرکت همدارنګه غواړي د تلوېزیون لپاره د خپل اپلېکېشن امکانات پراخ کړي، څو کاروونکي اوږدې ویډیوګانې پر لویو پردو هم وګوري.

خو د محتوا جوړوونکو لپاره د عاید موضوع لا بشپړه روښانه نه ده.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، انسټاګرام دا مهال داسې پلان نه دی اعلان کړی چې د دغو اوږدو ویډیوګانو د اعلانونو عاید له محتوا جوړوونکو سره ووېشي.

سره له دې، محتوا جوړوونکي کولی شي له سوداګریزو شرکتونو سره د سپانسرۍ او تبلیغاتي همکاریو له لارې عاید ترلاسه کړي.

که د انسټګرام نوی فیچر په پراخه کچه فعال شي، ښايي د اوږدو ویډیوګانو په بازار کې له یوټیوب سره د انسټاګرام سیالي هم زیاته کړي.

خو د دې بدلون بریالیتوب به تر ډېره د لیدونکو له غبرګون، د ویډیوګانو د موندلو له اسانتیا او د محتوا جوړوونکو لپاره له اقتصادي فرصتونو سره تړلی وي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button