Uncategorized

قېس احمد:ما لپاره د خوشالی ځېری دی چې په (PSL) کې واخیستل شوم

قېس احمد:ما لپاره د خوشالی ځېری دی چې په (PSL) کې ولوبېږم د ملي کرکټ ټیم ورو سپېن بالر قېس احمد وايي، چې خوشحاله دى چې د پاکستان سوپر ليګ کې اخيستل شوى دى. هغه وايي، له مخکې باورمند وو، چې په دې ایګ کې به ورته چانس ورکول کیږي. .

ښاغلي قیس احمد چې د رسنیو سره يې خبرو کې وويل، چې هغه په نورو تجارتي ليګونو کې ښه ځلېدلى و او له دې امله ډاډه و چې د (PSL) کې به هم اخيستل کېږي.هغه د بهرنيو ليګونو په اړه وويل، چې په بهرنيو ليګونو کې زموږ کارکردګي ښه ده او ډېرې تجربې مو هم ترلاسه کړي دي. د لوبډلو روزونکي او لوبغاړي راسره خپلې تجربې شريکوي او راته وايي، چې تاسې په کرکټ کې ډېر خواريکښ يئ.قېس احمد د پاکستان سوپر ليګ (PSL) سياليو کې د کوټې ګليډيټرز لوبډلې اخيستى دى،

د هغه پرته راشد خان د لاهور قلندرز، محمد نبي او نور احمد د کراچۍ کنګز او مجيب الرحمان د پېښور زلمي لوبډلو خپل کړی د پاکستان سوپر ليګ کې د لوبېدو په اړه د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک له يوې رسنۍ سره په خپلو خبرو کې ويلي و، چې په بهرني تجارتي ليګونو کې د افغان لوبغاړو لوبېدل نه يوازې دا چې د دوى لپاره اقتصادي ګټه ده،

قېس احمد:ما لپاره د خوشالی ځېری دی چې په (PSL) کې ولوبېږم
قېس احمد:ما لپاره د خوشالی ځېری دی چې په (PSL) کې ولوبېږم

بلکې د دوى په لوبېدو سره د افغانستان نوم هم ځلېږي.د پاکستان سوپر ليګ د شپږم پړاو سيالۍ د فبرورۍ مياشتې په ٢٠مه نېټه د کراچۍ په ښار کې پيلېږي. او د نړی مختلفو هېوادونو کلاړیان به پکې ولوبیږي.(PSL) په دې منتفې یو له مشهورو لیګونو څخه دی۔عام وګړي ورته د ډېر وخت نه منتظر دي.

دا هم ولولئ:  هندي فلم کې د احمد شاه بابا رول لوبونکۍ نوموتی هندۍ هنرمند سنجې دت ٦١ کلن شو

هېره دې نه وې چې (PSL) کې چې کوم افغان لوبغاړي به لوبیږي ډېزږر با استعداده دي او د ډېر وخت راهیسي په مختلقفو لیګونو کې لوبیږي په ځانګړي ډول د راشد خان مورال ډېر اوچت دی او ګولی شي چې خپلژ لوبډلې ته ځانګړي ویاړونه راوړي او افغانانو لپاره د افتخار ځای وګټي.

زرینه نوري

زرینه نوري یوه د ټولنیزو مسلو خبریاله ده چې د ښځو د حقونو، د زده‌کړې د لاسرسي، او د ټولنې د پرمختګ په اړه لیکنې کوي. د هغې راپورونه د ټولنیز بدلون، برابرو فرصتونو، او د افغان ښځو د ځواکمنېدو موضوعات روښانوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button