پنجشېر کې د سرو زرو کان؛ پنځه کیلومتره سیمه په لومړنۍ سروې کې پېژندل شوې
پنجشېر کې د سرو زرو کان؛ مسوولین وايي، د پریان ولسوالۍ په شاوخوا پنځه کیلومتره سیمه کې د سرو زرو احتمالي زېرمې پېژندل شوې دي.
د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست وايي، پنجشېر کې د سرو زرو کان د پېژندنې لپاره د ترسره شوې لومړنۍ سروې په ترڅ کې د پریان ولسوالۍ شاوخوا پنځه کیلومتره سیمه تثبیت شوې ده.
د سیمهییزو مسوولینو په وینا، د کانونو او پټرولیم وزارت د انجنیرانو او متخصصانو یوې پنځه کسیزې ډلې د یوې اوونۍ په ترڅ کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې معدني زېرمې سروې کړې دي.
دغې تخنیکي ډلې د پریان ولسوالۍ د سرو زرو، د آبشار سیمې د بېروج او د شتل ولسوالۍ د فیروزې کانونه په لومړني ډول ارزولي دي.
پنجشېر کې د سرو زرو کان او تخنیکي څېړنې
مسوولین وايي، له یادو سیمو څخه د نمونو تر اخیستلو او د تخنیکي څېړنو د پایلو تر ارزونې وروسته به د معدني زېرمو په اړه نور معلومات څرګند شي.
د هغوی په وینا، که څېړنې د دغو زېرمو شتون تایید کړي، د استخراج لپاره به زمینه برابره شي.
پنجشېر کې د سرو زرو کان د استخراج اقتصادي ارزښت به د زېرمو د اندازې، کیفیت او تخنیکي ارزونو تر بشپړېدو وروسته معلوم شي.
د سرو زرو دودیز استخراج او د کارموندنې فرصتونه
د پنجشېر د والي ویاند وايي، اوس مهال په پریان ولسوالۍ کې د سرو زرو دودیز استخراج د زرشویۍ له لارې روان دی، چې تر زرو زیاتو ځوانانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
د معدني زېرمو مسلکي او معیاري استخراج کولای شي د سیمهییزو اوسېدونکو لپاره د کارموندنې نور فرصتونه هم رامنځته کړي.
خو مسوولینو تر اوسه د سرو زرو د زېرمو د کره اندازې، اقتصادي ارزښت، د استخراج د لګښت او د عملي چارو د پیل د نېټې په اړه جزئیات نه دي وړاندې کړي.



