Uncategorized

ولسي جرګه: د عبدالله په مشرۍ دسولې مزاکراتو ملاتړ کوو

ولسي جرګه: د عبدالله په مشرۍ دسولې مزاکراتو ملاتړ کوو داسې حال کې چې د بودیجې د نه تصویبولو له امله د ولسي جرګې او ارګ تر مابین ستونزې راولاړه شوې ده، د ولسي جرګې غړي وایي، دوی د پخلاینې د عالي شورا مشر  ډاکټر عبدالله په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

د ملي مصالحې عالي شورا له ادرسه په نشر شوې وېبپانه کې راغلي، چې د پارلمان د مرستیال میرزا محمد کټوازي په مشرۍ د پارلمان یو شمېر غړي د ډاکټر ه عبدالله لیدنې ته ورغلي او نوموړي ته یې ډاډ ورکړی، چې ولسي جرګه د سولې خبرو ملاتړي دي.خبرپاڼه کې وړاندې راغلي پدې لیدنه کې د ولسي جرګې مرستیال میرزا محمد کټوازي او وکیلانو د ملي مصالحې عالي شورا د رییس جلالتماب ډاکټرعبدالله عبدالله په مشرۍ د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ اعلان کړ

دويي وویل پدې برخه کې هر ډول کومک ته تیار دي.په دې ملاقات کې ډاکټر عبدلله او د ولسي جرګې ټیم د یادې جرګې او ولسمشری تر منځ په راپارېدلي ستونزو هم خبرې کړي دي او د ولسي جرګې پلاوي له عبدالله عبدالله غوښتي، چې په دې برخه کې مداخله وکړي او د دولت د دوو مهمو ارکانو تر منځ جوړه وکړي.

parlimantairan with abdullah

ډاکټر عبدالله هم ملي وحدت اړین وباله او اندېښنه یې ښودلې چې د ولسي جرګې او حکومت تر منځ ستونزې ننګوونکې دي او باید په تفاهم سره حل ته ورسیږي.د ولسي جرګې د غړو او ډاکټر عبدالله تر منځ لیدنه داسې مهال ده، چې په دې وروستیو کې د حکومت له لوري د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه دوه ځله د ولسي جرګې له لوري رد شوې ده

دا هم ولولئ:  اګنیس کالمارډ: د هرهغه ګام ننګه کوو، چې د بشري حقونو سرغړونکي محاکمې ته راکاږي

خو اوس د دریم وار لپاره بیا وړاندې شوې خو وکیلان وایي، ددوی غوښتنې نه دي منل شوي او ښایي بودیجه بیا ځلې رد شي.خو نن له غرمې مښکې د مالیې وزیر یو مطبوعاتي کنفرانس کې وویل که بودیجه بیا وارې رد شي نږ دا به مشکلات رامنځته کړي. او مامورینو معاشونه به نور هم وځنډیږي.

لیلا حبيبي

لیلا حبيبي یوه د روغتيا او زده‌کړې خبریاله ده چې د طبي پرمختګونو، د ښوونځیو د اصلاحاتو او د عامه هوساینې د نوښتونو په اړه لیکنې کوي. د هغې کار د ټولنې د روغ ژوند او تعلیمي ودې په ترویج تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button