غور کې یوې ښځې ٤ بچي زېږولي
غور کې د یوې ښځې ٤ بچي پیدا شوي.دغورولایت چارواکي وايي په دې ولایت کې یوې مېرمنې څلور اولادونه تولد کړی.په دې اړه ویل کیږي چې دغه ماشومان درې هلکان او یوه نجلۍ ده.د غور د ملکي روغتون مسوولین زیاتوي، چې دغه ماشومان تېره شپه د دې ولایت په ملکي روغتون کې پیدا شوي دي،
ویل کیږي چې د دغه ماشومانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.د روغتون ډاکټران وايي چې که څه هم د یادو ماشومانو وزنونه کم دي، خو جدي پاملرنې ته اړتیا لري، تر څو روغتیايي وضعیت یې خراب نه شي.د پیدا شوي ماشومانو پلار وايي چې د اولادونه پیدایښت د سولې د راتګ لپاره په نېک فال نیسي او هیله یې دا ده چې سږنی کال د سولې او ارامۍ کال شي او افغانستان کې دایمي سوله راشي.
په داسې وخت کې د غور یوه مېرمن په یو ځل څلور اولادونه زېږوي، چې نن دوشنبه د مارچ اتمه یا د ښځو نړۍواله ورځ ده چې د افغانستان په شمول د نړۍ په اکثره هېوادونو کې نمانځل کېږي.د زیاتو اولادونو زېږول لا هم په افغانستان کې د یوې جدي ټولنیزې ستونزې په توګه شتون لري، چې پر اقتصادي او سیاسي وضعیت یې هم خپل ناوړه اغېز پریښي او د مخنیوي لپاره څنګه چې لازمه ده، هغسې کار نه دی شوی.
د ځینې ټولنیزو او اقتصادي چارو د شنونکو په باور، دا سمه ده چې افغانستان پریمانه طبیعي منابع لري او که سیمه ګټه ترې واخیستل شي، د اوسني نفوس څو چنده ته هم بسنه کوي، خو حکومت د دې وړتیا نه لري چې ټولو ولسونو ته متوازن خدمات ورسوي، ځکه خو د نفوس کنټرول ښه چاره ده.
افغان ډاکټرانو هم وار وار له خلکو غوښتنه کړې چې د اولادونو په زېږون کې د فاصلې د مراعت ترڅنګ خپل اقتصادي وضعیت ته په پام د اولادونو شمېر وټاکي او په هغه تعداد اولادونه وزېږوي، چې سالمه روزنه او پالنه یې وکړای شي.خو بلخوا که زمونږ دین مقدس اسلام ته اوګورو نو اسلاممونږ ته راښای ې ډېر بچي تولد کړی.