Uncategorized

ولسمشر غني د امریکا دفاع وزیر سره لیدل کتل شوی

ولسمشر غني د امریکا دفاع وزیر سره لیدل کتل شوی. د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور ریس اشرف غني د امریکا د متحده ایالاتو له دفاع وزیر لویډ اسټین سره لیدلي او د افغان سولې او سیمه ییز امنیت په اړه ېې ورسره بحث کړی.

د ولسمشری ماڼړی څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې اسټین له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان عسکرو قربانۍ وستایلې او د سولې په اړه د بحث تر څنګ دواړو لورو په افغانستان کې د جګړې د شدت په لوړې کچې اندېښنه وښوده.خبرپاڼه زیاتوي د افغانستان د اوسني وضعیت دایمي حللاره عادلانه او پایداره سولې ته رسېدل دي او د امریکا دفاع وزیر ټینګار وکړ چې د امریکا متحد ایالتونه په دې برخه کې د افغانستان حکومت سره ملاتړی دی.

ورته وخت د امریکا د دفاع وزیر پر ټویټر لیکل شوي، چې له اشرف غني سره لیدنه یې له لاسته راوړنو ډکه وه او دا به په واشنګټن کې د افغانستان په تړاو د امریکا د پالیسي د ارزولو په برخه کې مرسته وکړي.د امریکا دفاع وزیر چې په لومړي ځل په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته راځي، تر دې  وړاندې  یې د هند په ګډون په منځني ختيځ کې له ځینو هیوادونو لیدنه کړې وه

او هلته ېې له ځایي چارواکو سره د افغان سولې په اړه غږېدلی و.د ښاغلي اسټین سفر داسې مهال دی، چې واشنګټن د طالبانو او امریکا تر  منځ د لاسلیک شوې  توافقنامې ارزونه پیل کړې  او ښایي په لنډ وخت کې د امریکا ولسمشر د افغانستان په اړه خپله پالیسي  اعلان کړي.

دا هم ولولئ:  د طالبانو مخالفو څېرو په افغانستان کې د انتقالي حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ
img 20210322 064435

ورته وخت د امریکا او ناټو عسکرو د وتلو موده هم رانږدې شوې او د قطر له تړون سره سم ټول عسکر  باید د می میاشتې تر پایه له افغانستانه ووځي.طالبان ټینګار لري، چې ټول بهرني پوځیان باید له تړون سره سم د می میاشتې  تر پایه ووځي خو غربي ميډیا وایي، بایډن د خپلو امنیتي چارواکو په سپارښته په افغانستان کې د شپږو میاشتو لپاره د خپلو پوځیانو د حضور اږین بللی او ویلي دی چې اوس لا هم وخته شته چې په دې اړه فکر وکړو.

لیلا حبيبي

لیلا حبيبي یوه د روغتيا او زده‌کړې خبریاله ده چې د طبي پرمختګونو، د ښوونځیو د اصلاحاتو او د عامه هوساینې د نوښتونو په اړه لیکنې کوي. د هغې کار د ټولنې د روغ ژوند او تعلیمي ودې په ترویج تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button